د ناچاودو ماینونو پر وړاندې د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماینونو د پاکونې څانګې رييس د ماینونو د خطر په اړه د پوهاوي او د ماینونو د پاکونې په چارو کې د همکاریو په غونډه کې وویل، لا هم د افغانستان په ډېریو سیمو کې ناچاودي ماینونه شته او په وینا یې په تېر یوه کال کې د ماینونو د چاودنو ۳۰۸ پېښې رامنځته شوي او له امله ۵۵۵ کسان مړه شوي هم دي.
نوموړی زیاتوي، د اغېزمنو ساحاتو د پېژندنې لپاره د اړوندو سازمانونو جدي همکاریو ته اړتیا لري.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکۍ برخې رییس، نوالدین رستمخیل و ویل: په ۲۰۲۳ کال کې ۳۰۸ پېښې شوي چې د مرګ ژوبلې کچه یې ۵۵۵ تنه کیږي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري عمومي رییس، عبدالرحمن زاهد همد راز و ویل: اوس یې وخت را رسېدلی چې افغانستان د کره پلان جوړونې، بېلابېلو پلانونو، پراختیايي پروګرامونو او پروژو په پلي کولو سره د پرمختګ پر لور روان شي.
په دې غونډه کې د رييس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي کبیر وویل، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، د دغې ښکارندې پر وړاندې له مبارزې سره سره لا هم له ماینونو د ګواښونو کچه صفر ته نه ده رسېدلې.
نوموړی همدرازا د ماینونو د پاکونې له سازمانونو او نورو ورته بنسټونو غواړي چې، په افغانستان کې له اوسني امنیته په استفادې سره خپل فعالیتونه لاپسې پراخ کړي.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: اسلامي امارت سره له دې چې د ماین پاکونې له پروګرامه ملاتړ کوي. غوښتنه کوي چې په افغانستان کې له سراسري امنیته په استفادې باید په ټولو سیمو کې دغه پروګرام پلی شي.
په دغه پروګرام کې د چارو ادارې سرپرست بیا په ډاګه کړه چې، افغانستان ته د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د راوړلو مخه نیول شوې ده.
نوموړي له دې سربېره وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د ملي یووالي د ټينګښت په لټه کې دي.
د چارو ادارې سرپرست، نورالحق انور و ویل: ددې حکومت رویه دا ده چې د خلکو ترمنځ یووالی راولي. دلته د خلکو ترمنځ د الفت او محبت فضا پیدا کړي. دلته باید ظلم او وحشت نور کډه وکړي.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ بنسټونو استازي، محمد شهاب حکیمي څرګنده کړه: د افغانستان تکړه ځوانان یوازې دلته نه بلکې په نورو هېوادونو کې هم د پیاوړو ماین پاکانو په توګه کار کوي.
د ماینونو د پاکونې مؤسسو د مالوماتو لمخې، تر اوسه د افغانستان ۸۰ سلنه سیمې له ناچاودو ماینونو پاک شوي او همداراز په دغې برخه کې شاوخوا لسو میلیونو کسانو ته مالومات هم ورکړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه