Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو طرحه لغوه کړي

د بښنې نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو طرحې د ژر تر ژره لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه غوښتي چې، له پاکستانه د افغان کډوالو د را اېستنې پرېکړه سمدستي لغوه کړي.

په دغه اعلامیه کې د بښنې د نړۍوال سازمان د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د کمپاینر له قوله ویل شوي چې، له پاکستانه د افغان کډوالو د را اېستنې طرحې د بشري او د پناه غوښتونکو  نړۍوال حقونه نقض کړي او په وینا یې د ټولو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخوي.

د بښنې د نړۍوال سازمان د کډوالو د حقونو کمپاینر، جېمز جنیون ویلي: د پاکستاني چارواکو بې رحمانه بې غوري، د بشري حقونو جدي سرغړونې او هغه بشري ناورین چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د شړلو په صورت کې به دوی ورسره مخ شي، د اندېښنې وړ دی."

له پاکستانه په دویم پړاو کې د افغان کډوالو د را اېستنې خبر په دغه هېواد کې یو شمېر مېشت افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.

دوی د افغانستان له سرپرست حکومت او همداراز له پاکستانه غواړي چې، باید فرصت ورکړ شي؛ څو په مناسب وخت کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په پاکستان کې میشت افغان کډوال، ستانکزي و ویل: دا زموږ سره ظلم دی او زیاتی دی، دا چې هر هېواد له موږ سره کوي، که پاکستان یې کوي او که افغانستان یې کوي، دا ظلم کوي. نو له ټولو مو هیله دا ده چې پر موږ دې رحم وشي.

په پاکستان کې میشت یو بل افغان کډوال، شینواری وايي: دا به له افغان کډوالو سره یو بل ظلم وشي، دلته یې کارو بارونه دي او دا کار و بار په یوه میاشت کې څه چې په یوه کال کې نشي راټولیدای ځکه د میشتو کسانو هلته له خلکو سره قرضونه دي او کډوال هم پوروړي دي.

له بل لوري په پاکستان کې د اسلامي امارت کونسل ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۴ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو آزاد شوي او د سند ایالت په بندخونه کې د پاتې ۵۰ افغان کډوالو د خوشې کېدو په تړاو هم هڅې روانې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاري و ویل: اوس هم د سند ایالت په زندانونو کې څه کم او زیات پنځوس افغان بندیان شته. هڅه روانه ده چې دوی ژر تر ژره خوشې شي او هېواد ته ستانه شي.

د ویلو ده چې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په لومړۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستنې لومړی پړاو پیل شو او دویم پړاو به د روان زیږیز کال د اپرېل پر لسمه پیل شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاري وايي، اوس هم د سند ایالت په بندخونو کې څه کم او زیات پنځوس افغانان بندیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه