Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تورخم او سپین بولدک کې له کډوالو سره د مرستو د کچې زیاتېدل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په تورخم او سپین بولدک کې له را اېستل شویو افغانانو سره د مرستو په موخه د مرستندویه بنسټونو له چمتووالي او د فعالیتونو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو راوېستنه یو له پاروونکو مسایلو ګڼل کېږي او له څو میاشتو راهیسې یې اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو بوخت کړي دي.

له پاکستان او ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال له اقتصادي ستونزو له شکایت سربېره د سرپناه د برابرېدو غوښتنه هم لري.

له دې سره سم، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال سره په کتنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حلېدو او همداراز په تدریجي توګه د هغوی پر بېرته راستنېدنې ټينګار کړی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او یو طرفه پرېکړه یې په تړاو کول د پاکستان په ګټه هم نه ده او د پاکستان په ګټه هم نه ده. نو ددې لپاره باید یو ګډ میکانیزم جوړ شي.

اقتصاد وزارت هم له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستندویه بنسټونو مرستې اغېزناکې ګڼي او د دوام غوښتنه یې لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري هم  و ویل: د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو مرستې د اسلامي امارت د مرستو ترڅنګ، اغېزناکې دي او موږ یې هرکلی کوو.

له ایرانه را ایستل شوې، ذکیې و ویل: موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وشي، ځای راکړل شي، کور راکړ شي، هرڅه چې زموږ اړتیا ده راکړ شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو لمخې، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري وېستنې له پیله تر اوسه ۹۲ زره او ۲۸۶ کورنۍ چې، شاوخوا ۵۳۵ زره کسان کېږي، هېواد ته راغلي دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه