Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نجیب الله حقاني: نړۍ باید له "دښمنۍ ډکې پرېکړې" څنډې ته کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له نړۍ غواړي چې د نوموړي په وینا خپلې د دښمنۍ پریکړې څنډې ته پریږدي او له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

نجیب الله حقاني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، اسلامي امارت هیڅ کله له نړۍ سره د تعامل لپاره غیر اسلامي او شرعي غوښتنو ته غاړه نه ږدي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حقاني و ویل: دا خصمانه دریځونه پریږدئ، حقایق درک کړئ او له اسلامي امارت سره خپل تعاملات پیل کړئ. او هیڅکله دا فکر مه کوئ چې اسلامي امارت به د هغه غوښتنې و مني چې له شریعت او د افغانانو له ګټو سره په ټکر کې وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست همداراز ویلي، د لومړنیو شمېرو لمخې، تر اوسه ۶۱ سلنه هېوادوال مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د نوموړي په وینا، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸ زره مخابراتي سایټونه فعال دي او له دغه وزارت سره ۲۲ اعشاریه ۷ میلیونه سیمکارټونه ثبت دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حقاني زیاته کړه: د اوس لپاره په سکټور کې فعال سیمکارټونه هغه ۲۲ اعشاریه ۷ میلیونه لرو. او موږ فعال سیمکارټ هغه ته وایو چې په شپږو میاشتو کې ورسره اړیکه شوې وي. که د شپږو میاشتو په لړ کې ورسره اړیکه نه وي شوي، هغه بندیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې د دغه وزارت مهمې برخې د نورو وزارتونو او ادارو له لوري مدیریت کېدې.

د نوموړي په وینا، د فساد پر وړاندې هم په جدي توګه مبارزه روانه ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست، نجیب الله حقاني ټینګار وکړ چې: د افغان ټلیکام او افغان پوسټ شرکتونه چې و هغه مخابراتو وزارت ته راغلل، اترا د مخابراتو وزارت تر چتر لاندې راغله لهذا چې اوس موږ کوم مخابراتو وزارت و وینو هغه له تېر سره ډیر په توپیر کې دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست همداراز ویلي، له کرېډیټونو لس سلنه مالیه په راڼه ډول د دولت خزانې ته لېږدول کېږي او په وینا یې تر اوسه له دغه درکه شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه