Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان: سوله‌ییز افغانستان د سیمې د سوکالۍ سټراټيژیکه اړتیا ده

د پاکستان د ملي امنیت څانګې منشي، وایي چې د سیمې د هوساینې لپاره سوله ییز او ټیکاو لرونکی افغانستان یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

د قزاقستان په استانه ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپل هېواد د ملي امنیت څانګې د منشي له قوله ویلي چې، سوله ییز او هوسا افغانستان د سیمې د هوساینې لپاره یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، وقار احمد د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې، د ستونزو د حل لپاره د افغانستان په تړاو له یوه جامع سیاسته ملاتړ وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ و ویل: "هغه په خپله بیانیه کې سوله ییز او هوسا افغانستان د سیمې د هوساینې لپاره یوه سټراټيژيکه اړتیا وبلله او د شانګهای د همکاریو سازمان له غړو هېوادونو یې غوښتي چې، د ستونزو د حل لپاره د افغانستان پر وړاندې له یوې پراخې پالیسۍ ملاتړ وکړي."

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالناصر شفیق په دې تړاو و ویل: پکار دا ده چې یو له هېوادونو سره بالمثل تعامل د دوه اړخیزو ګټو په رڼا کې او د افغانستان د وګړو حقونو ته هم باید اسلامي امارت ځان ژمن وبولي.

د شانګهای د همکاریو سازمان د نولسمې غونډې په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه ښودل شوې ده.

په دې اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په ځانګړې توګه د هغو ډلو چې، د دغه سازمان غړي ګواښي، د ځپنې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د نظامي چارو شنونکی، کامران امان په دې تړاو وايي: زموږ ځینې مغرض ګاونډیان دي چې نه غواړي د افغانستان حکومت پرمختګ وکړي او با اقتداره حکومت اوسي او تل پرې نیوکې کوي چې له ډلې یې یو پاکستان دی او بل تاجېکستان دی. بل هیڅ یوه هېواد دا نیوکه نه ده کړې. نه یې ترکمنستان کوي او نه یې ایران کوي چې هغوی هم د شانګهای غړي دي.

چین، هند، روسیه، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ایران او ازبیکستان د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه