Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړۍوال سازمان د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بېا پیل غوښتنه کوي

د بښنې نړۍوال سازمان په یو راپور کې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د بښنې د نړۍوال سازمان اسیايي برخې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، له ځنډ پرته د نجونو پاتې ښوونځي او همداراز د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانېږي.

د بښنې د نړۍوال سازمان په دغه اعلامیه کې ويلي: "د طالبانو له چارواکو غواړو چې، د زده کړو د حق په ګډون د نجونو او ښځو ټول حقونه د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو په سم دستي پرانېستنې سره تامین کړي. دا ډاډ باید ترلاسه شي چې، هغوی روغتیا خدمتونو ته لاسرسی لري او همداراز ښځې کولی شي بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي."

دا اسماء په نوم یوې زده کوونکې له پنځو میاشتو راهیسې د خطاطۍ زده کړې ته مخه کړې ده.

هغه وايي، د هر نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره ښوونځي ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي؛ خو دا څو کاله کېږي چې، ښوونځي ته د تګ هیله یې نه پوره کېږي.

زده کوونکې، اسما و ویل: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا وه چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؛ خو بیا هم خلاصې نه شوې، موږ ډیر ناهیلي شو.»

یوه بلې زده کوونکې، مهریې هم و ویل: «تېر کال دا وخت زه ښوونځي ته تللم او ډیره خوشاله وم، خو سږکال ښوونځي ته نه شم تللی نو ډېره ناهیلې یم.»

له دې سره سم، هغه نجونې چې، پروسږکال ښوونځيو ته تلې؛ خو سږکال اووم ټولګي ته په بریالیتوب سره ښوونځيو ته له تګه منعه شوي د خپل روحي او رواني وضعیت په اړه داسې وايي.

زده کوونکې، مروه وايي: «سږ کال موږ هیله مندې وو چې د نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي، خو بیا هم ورته اجازه را نه کړ شوه چې موږ ښوونځيو ته ولاړې شو.»

زده کوونکې، فریبا هم و ویل: «له اسلامي امارته مې غوښتنه همدا ده، چې د نجونو لومړني حقونو چې تحصیل دی، ورکړي او د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې یې پر مخ پرانیزي.»

د ویلو ده چې، له نوي تعلیمي کاله نږدې شل ورځې تېرېږي؛ خو لا تر اوسه اسلامي امارت د نجونو د زده کړو د دوام په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه