Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرافیکو ریاست به ډېر ژر د هېواد په۷زونونو کې د ټکسیانو د رنګ بهیر پېل کړي

د ټرافیکو عمومي ریاست وایي، په راتلونکو لسو ورځو کې به د هېواد په اوو زنونو کې د قراردادي شرکت له لوري د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو بهیر پیل شي.

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ رییس طلوع نیوز ته وایي، اوس مهال د هېواد په څلورو زونونو کې څه د پاسه ۲۰ زره ټکسي موټر رنګ شوي چې ۷ زره یې کابل کې دي.
 
نوموړی زیاتوي، د هر ولایت لپاره د اړتیا سره سم د ټکسي موټرو شمېر مشخص شوی او په خبره یې کابل ۷۰ زره ټکسي موټرو ته اړتیا لري.

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ رییس، عبدالودود خېرخواه وویل: « کابل کې ښار کې شاوخوا لس میلیونه خلک ژوند کوي، کومه وړاندوینه چې موږ کړې کابل ښار کې۷۰ زره ټکسیانو ته اړتیا ده. له مخکې مو په پلازمېنه کې شاوخوا ۷۰زره ثبت شوې ټکسیانې لرلې.»

په همدې حال، کابل ښار کې ځینې ټکسي چلوونکي وایي، د ټکسي رنګ بدلول نه یواځې د هېواد په ټرانسپورټي برخه نظم رامنځته کولو ترڅنګ د خلکو باور هم زياتوي.

بارکزي چې خپل موټر یې پر ۲۵ زره افغانیو لګښت سره ټکسي بدل کړ طلوع نیوز ته وایي: « زما موټر شخصي و، کار مې کاوه خو خلکو په شخصي موټرو ډېر باور نه کاوه، اوس چې مې موټر ټکسي کړی، د خلکو باور هم ډېرشوی او کار هم د پخوا په پرتله ښه شوی دی.»

یو شمېر مخکیني ټکسي چلوونکي بیا وايي، د خپلو موټرو د رنګ بدلولو وس نه لري.

ټکسي چلوونکي، عبدالله په دې اړه وویل: « دغه ټکسي له لسو کلونو له ماسره ده. د ټکسي نوی رنګ ښه دی، مګر له دې امله چې اقتصاد مرسته نه کوي، زه نشم کولی خپل موټر رنګ کړم. د پیسو پرته رنګ کول ستونزمن دي.»
 
د ټرافیک ریاست د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ټکسي رنګونه تور او سپین وو؛ خو شاوخوا ۵۰ کاله مخکې دغه رنګونه بیا پر زېړ او سپین رنګ واوښت؛ خو اوس اوس بیا دغه رنګونه فیروزه يي او سپین رنګونو ته اوښتي او دغه بهیر به په درېیو کلونو کې بشپړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه