سبا (دوشنبه، د اپرېل پنځلسمه) له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د ضرب الاجل وروستی ورځ ده.
له دې سره هممهاله، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال وایي چې له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو د لومړي پړاو ترخه تجربه د دوی د وېرې او ناکرارۍ لامل شوې ده.
دغه کډوال زیاتوي چې، ټول کارو بار یې په پاکستان کې دی او د پاکستان له حکومته غواړي چې نور فرصت ورکړي.
پاکستان کې افغان کډوال عتیقالله منصور وویل:«د افغان کډوالو په منځ کې وېره او ډار له حده زیات دی او یو ګڼ شمېر چې د اېسيسي او پياوار اسناد لرونکي وو د دې لپاره چې له لومړي پړاو څخه یې ښه خاطره نهلرله، هغوی چمتو دی چې په داوطلبانه توګه خپل هېواد ته سفر وکړي.»
بلخوا، د کډوالو ځينې استازي او د کډوالو د حقونو د برخې فعالان له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نړۍوالو میثاقونو خلاف ګڼي
د مدني ټولنې فعاله دیبا نیکزاد څرګندوي:«موږ هغه خلک چې دلته کډوال یو له هغه وضعیته ډېر اندېښمن او ناراحته یو چې سبا پېلږي. موږ د پاکستان له دولت او ملګرو ملتونو غواړو هغه کسان چې کېس لري د هغوی کېسونو ته دې رسېدنه وشي.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزی وايي:«لازمه ده چې په افغانستان کې د واکمن نظام چارواکي او د نړۍوالو سازمانونو چارواکي له اړوندو سلامشورو سره، د کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
بلخوا، د پاکستان په کراچۍ ښار کې اسلامي امارت کونسلګري د دغه هېواد له حکومته غواړي چې هغه کډوال ونه باسي چې قانوني اسناد لري.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاری څرګندوي:«د پاکستان له حکومته زموږ غوښتنه دا ده هغه افغانان چې د ایسيسي او پياوار کارتونونه لري، هغوی دې پرېږدي چې په پاکستان کې په ارامه ژوند وکړي. کهچېرې د پاکستان حکومت پرېکړه د هغوی د وتلو لپاره وي، د هغوی لپاره دې یوه نېټه وټاکل شي.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې له دغه هېواده نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال و اېستل شول.
په دې اړه مو اندونه