په تورخم کې د کډوالو د لنډمهالي پنډغالي چارواکو ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو لپاره چمتووالی لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نن (دوشنبې، د اپرېل ۱۵مه) یې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د دویم پړاو ضربالاجل ټاکلی دی.
تورخم ښارګوټي کې د افغان کډوالو د لنډمهالي پنډغالي مرستیال حمدالله وویل:«په دغه دویم پړاو کې دا مهاجرین چې راغلي دي، پرون تقریباً تر ۳۰ کډو پورې راغلي دي؛ نو موږ دلته دوی ته ښه تصمیم نیولی، دلته راجسترېږي، بایو مټریک یې کېږي او په حکومتي موټر کې تر خپلو ځایونو پورې یې موږ رسوو؛ نو ان شاءالله الرحمن موږ د دوی په خدمت کې یو، ۲۴ ساعته به د دوی خدمت کوو.»
ورته مهال ځينې افغان کډوال چې اوس اوس له پاکستانه راستانه شوي، د هغه هېواد د حکومت له چلنده چې هغه «ناقانونه» ګڼي شکایت کوي.
۳۵کلن جمشېد طلوعنیوز ته وايي پاکستاني پولیسو تر دې کچې ځورولی و، چې نیمه شپه کې یې خپل څلور میاشتنی ماشوم په غېږ کړ او د خپل هېواد پر لور یې حرکت وکړ.
هغه زیاته کړه:«تر ۲۵ کالو پورې په پاکستان کې ما وخت تېر کړی دی او اوس په کې حالات ډېر خراب وو، نیول را نیول وو، یو د غېږې ماشوم وو زموږ سره؛ نو ما نه غوښتل چې چېرته جېل ته لاړ شم او د ماشوم زنده ګي مې خرابه شي؛ نو ایسته خپل وطن ته راغلم.»
له پاکستان تازه راستون شوی افغان کډوال عبدالوهاب هم وویل:«کار روزګار ته یې نه پرېښودلو، تنګولو یې، په عذابولو یې، نیولو به یې، قچرو «محکمو» ته یې بېولو، پیسې یې رانه اخیستلې، تنګول یې کول، کور ته راپسې راغلل، دروازې به وهلې، نیول را نیول یې کول، چې را روان وو په لار کې یې هم موږ سره همکاري نهده کړې، بد چلند یې راسره کړی او ویل یې مهاجر ووتل لاړل، ورک مو کړل، نیول کېږي به، په نوم مهاجر به نور دلته نهپرېږدو.»
تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي، له پاکستانه د را ستنېدو پر مهال هم په لارو کې پاکستاني ځواکونو ځورولي. دوی خوښ دي چې خپل هېواد ته را ستانه شوي او وايي که څه هم دوی سره لومړنۍ مرستې شوي؛ خو له اړونده بنسټونو او سرپرست حکومته د دایمي سرپناه او کار روزګار غوښتنه کوي.
له پاکستان تازه راستون شوی افغان کډوال اخترمحمد وايي:«مکتب یې را باندې بند کړ، ستا دلته څوک ضمانت نهشي کولی او پسې یې را واخیسته، نو بس له مجبورۍ را واوښتو، تورخم ته راغلو، تورخم ته چې راغلو دوی ظالمانو نه پرېښودلو، هلته یې راته ویل چې په دې ۱۵ شپو کې به خامخا وځئ، له هغه ۱۵ شپو مخکې زه را ووتلم، د اختر په څلورمه ورځ تورخم ته راغلم؛ زنانه او مردانه تذکرې نهدرلودې هغه یې نه پرېښودل، په داسې زلالت یې را واستولو ډېر زلالت مو تېر کړ، چې مه پسې ګرځه.»
له پاکستان تازه راستون شوی افغان کډوال سلیم هم څرګندوي:«بس پخیر مو دا خپل ماشومان خپل وطن ته را واړول او ښه په کې خوشحاله یو؛ نو یو کومک را سره شوی دی، له نړۍوالو نه مې دغه هیله ده چې، له زموږ سره دوامداره کومک وکړي او د کار زمینه راته برابره کړي.»
د دغه لنډمهالي پنډغالي د مسوولانو په خبره؛ دا مهال په یاد پنډغالي کې شااوخوا ۷۵۰ خېمې لګول شوي او شااوخوا زرو نورو خېمو لګولو ته چمتووالی لري.
په دې اړه مو اندونه