Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسوولین: د کابل ښار د ښکلا لپاره نورې څلورلارې جوړو

کابل ښاروالۍ د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته په کابل ښار کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۸ څلور لارو له جوړولو خبر ورکوي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د دې څلورلارو د جوړېدو موخه د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمول او د کابل ښار ښکلي کول دي.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: د څلورولارو جوړول د ټرافیکي تحلیل لمخې د ښاروالۍ د اړوندو ادارو له لوري په کابل ښار کې جوړیږي چې کار یې دوام لري او همدا اوس چې موږ او تاسې خبرې کوو، د دوو نورو څلورولارو د ودانولو کار هم دوام لري.

بل خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سړکونو جوړول د ټرافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو کې ګټور بولي او پر معیاري کېدو یې ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکي، همایون طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: د څلورولارو پلن والی ډير زیات دی او دا باید کوچنۍ شي، ټرافیکي اشارې جوړې شي او موټر چلوونکي بې نظمي و نه کړي.

د کابل یوه بل اوسېدونکي، حقمل هم و ویل: دا شخصي موټرې چې دي، دوی باید سورلۍ چې پورته کوي باید سم ځای کې ودریږي او سورلۍ پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې کابل ښاروالۍ د کابل په بېلابېلو سيمو کې د ۱۵ تفريحي پارکونو د بيارغونې خبر ورکړى و او ويلي يې وو، چې د دغو پارکونو د بيارغونې چارې تېر کال پيل شوې او اوس اوس بشپړې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه