Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ د مرتضوي له قوله: د ا.ا مخالفان ایران کې د سیاسي فعالیت اجازه نه‌لري

د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوِي په کابل کې ویلي چې په ایران کې د اسلامي امارت مخالفان د کډوالو په توګه اوسېږي او د سیاسي فعالیت اجازه نه‌لري.

د ارګ په وینا، سید حسن مرتضوي له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې زیاته کړې تهران هڅه کوي چې د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل لار پرانیزي.

د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس محمد حسن حقیار په دې هکله وايي:«دواړو لورو یو بل ته ډاډ ورکړ چې، اجازه نه‌ورکوي چې له خپلې خاورې د ګاونډي هېواد پر ضد سیاسي او پوځي خوځښتونه وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی هم څرګندوي:«ایران او افغانستان ګډه پوله لري او له هر پلوه له یو بل سره ژورې اړیکې لري چې، هېڅکله له‌منځه نه‌وړل کېږي، له همدې امله دوی [ایرانیان] نه‌غواړي چې د دوی [اسلامي امارت] د سیاسي مخالفانو ملاتړ وکړي.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران د سفیر له مرستیال سره په کتنه کې پر اسراییلو د تهران برید د دفاع مشروع حق بللی دی.

مولوي عبدالکبیر د کابل او تهران د اړیکو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعامل غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«حکومت په تېرو څو کلونو کې وتوانېد چې له ګاونډیانو سره خپلې اړیکې عادي کړي؛ کولای شو چې د چین نوم واخلو، ان د اسلامي امارت سفیر یې ومنه.»

د ایران د سفیر مرستیال دغه راز ټینګار وکړ، چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو هوکړو د پلېتابه لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ، په اقتصادي، سوداګریزو او روغتیایي برخو کې له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه