Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سېلابونو مرګ ژوبلې او مالي زیانونو زیاتوالی موندلی

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په هېواد کې، د وروستیو شپږو ورځو په لړ کې د سېلابونو له امله د مړینې شمېر ۷۰ تنو ته لوړ شوی او د ټپيانو شمېر هم ۵۶ ته ختلی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند سایق جانان د سېلابونو له امله د زیانونو په تړاو د جزییاتو له ورکړې سره ویلي چې، په دغو پېښو کې څه باندې ۲۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي او څه باندې ۲۰۰۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

ښاغلي سایق زیاته کړه:«له اختره وروسته د بارانونو او سېلابونو لړۍ روانه ده، په ټول افغانستان کې اټکلي ۷۰ کسه هېوادوالو ژوند بایللی او اټکلي ۵۶ کسه هېوادوال ټپيان شوي، په دغو پېښو کې ۲۶۲۷ کورونه په بشپړ او نیمه‌بشپړ توګه ویجاړ شوي او په دغه نوملړ کې ۳ جوماتونه او ۴ ښوونځي هم شامل دي. د دغو سېلابونو په  پایله کې ۲۰۱۷ څاروي له‌منځه تللي دي.»

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ویاند په خبره، د دغو سېلابونو په پایله کې له ۹۵ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

په ورته مهال ځینو سېلاب‌ځپلو د ستونزو د حل او له دوی سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د روزګان اوسېدونکی محمد هاشم وايي:«د سېلابونو له امله په ټول هېواد کې خلکو ته ډېر زیانونه رسېدلي دي او دغو طبیعي پېښو د خلکو کورونه او ځمکې له‌منځه وړي دي.»

د روزګان بل اوسېدونکی عنایت‌الله هم څرګندوي:«زه د هټۍ له لارې د خپل کور ټول لګښتونه پوره کوم؛ خو له بده مرغه هټۍ مې د سېلابونو له امله ویجاړه شوې او دم‌ګړۍ حیران یم چې د کور لګښتونه مې له کومه ځایه ترلاسه کړم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې په ورځ په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، دایکندي، روزګان او غور ولایتونو کې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې د ورښت اټکل کړی دی.
 
جانان سایق با ارایه جزییات درباره زیان‌های سیلاب‌ها گفته که در این رویدادها بیش از ۲۵۰۰ خانه ویران شده و بیش از ۲۰۰۰ مواشی نیز تلف شده‌اند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه