Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د افغان کډوالو بد وضعیت؛ هدفي وژنو او تښتوونو ویره زیاته کړې

په جلا وطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعانو نړۍوال فډراسیون په پاکستان کې د افغان کډوالو د بد وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

دغه فډراسیون په یوې اعلامیه کې ویلي، پر افغان کډوالو وسله والو بریدونو، د دوی ورکېدنې او همداراز د نیول کېدو بهیر په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو په منځ کې ویره خپره کړې ده.

د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي، چې په دغه هېواد کې د  افغان کډوالو نیول کېدو او لادرکه کېدو د کډوالو په منځ کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

په جلا وطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعینو د فډراسیون د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعینو نړۍوال فدراسیون له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د یوې انساني غمیزې د مخنیوي په موخه ژر تر ژره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نازک وضعیت غور وکړي.»

په جلا وطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعینو د فډراسیون رییس، سمیع الله عزیزي هم و ویل: کومې وروستۍ پېښې چې موږ یې شاهدان وو، هدفي وژنې دي، د ویزې یا اقامې نه درلودلو له امله نیول کېدل وو. په دې وروستیو کې د ځان وژنې ځینې پېښې هم وې.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له پیلېدو د اوو ورځو له تېرېدو وروسته، په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوال د دوی پر وړاندې د  زیاتېدونکو ستونزو په تړاو اندېښنه څرګندوي.

 دوی له  هغه څه چې په دې برخه کې یې د مسوولانو نه پاملرنه بولي، شکایت کوي او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.

 په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس، میر احمد رووف بیا و ويل: داسې یو میکانیزم باید جوړ شي چې د کډوالو تشویش او اندېښنه ورسره پایته ورسیږي او دغه تاوتریخوالی هم ورسره راکم شي.

 افغان خبریال- پاکستان، ظاهر بهاند څرګنده کړه : په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمنوونکی دی. په دې وروستیو کې افغان کډوال له وسله والو بریدونو، تښتوونې او نیونو سره مخ دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې هېواد یې دا مهال د هغو کډوالو په تړاو کوم پلان نه لري، چې ACC کارتونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه