یو جرمنی سیلاني د بادغیس پستې ځنګلونو او تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د بایسکل په وسیله افغانستان ته راغلی دی.
هغه وايي د هرات، کابل او بادغیس له لیدو وروسته یې، افغانستان د امن او حیرانوونکي هېواد په توګه پېژندلی دی.
جرمني سیلاني، دانیال و ویل:" زه لس ورځې وړاندې د ایران له لارې دلته را ورسېدم. لومړی هرات ته راغلم او اوس قلعه نو کې یم. غواړم څو ورځې دلته و اوسم او نن غواړم د پستې ځنګل ته لاړ شم او له خپل سفر خوند واخلم. د درېیو اوونیو لپاره افغانستان ته راغلی یم او بیا غواړم د خپل سفر په دوام تاجکستان ته ولاړ شم."
هغه تېرو دوه نیمو کلونو کې د بایسکل په وسیله دیرش هېوادونو ته تللی دی.
دا جرمنی سیلاني د ټولې نړۍ لېدو تکل لري.
فرهنګي فعال، سید اقا ارفاق و ویل: «اوس په افغانستان کې امنیت خوندي دی او ډیری بهرني سیلانیان هېواد ته راځي. له حکومته مو غوښتنه ده چې د دغو سیلانیانو امنیت ونیسي. د سفر لپاره زمینه برابره کړي او اړتیاو ته یې رسېدنه وکړي څو دوی وکړای شي افغانستان نړۍ ته یو امن هېواد معرفي کړي.»
د بادغیس سیمه ییز مسوولین وايي وروستیو دوو کلونو کې دې ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی.
دوی دغه جرمني سیلاني ته د اړینو اسانتیاو برابرولو ډاډ ورکوي.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مطیع الله متقي و ویل: «اطلاعاتو او کلتور ریاست، سیلانیانو ته زمینه برابره کړې څو وکړای شي له هر ځایه او لرغونې ابدې چې و غواړي لیدنه وکړي.»
دا جرمنی سیلاني داسې مهال افغانستان ته راغلی دی چې تېرو درېیو کلونو کې هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی.
د حکومتي مسوولینو په خبره د سراسري امنیت په ټینګښت سره، هېواد کې د ګرځندوی صنعت بیاځلې ژوندی شوی دی.
په دې اړه مو اندونه