Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ورښتونو په ارزګان کې ۶۹ ښوونځي او مدرسې ویجاړې کړي

ارزګان کې مسوولین وایي، د وروستیو سیلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۷۰ ښوونځي او مدرسې په  قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وایي، د یادو ښوونیزو مرکزونو د بیا جوړولو لپاره کافي بودجه په واک نلري.

د ارزګان د پوهنې رییس شمس الله کامران طلوع نیوز ته و ویل: « دلته د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله تقریبا اویا ښوونځي او مدرسې تخریب شوي دي. که د بنسټونو لخوا دې برخې ته پام ونشي موږ به له لوی خطر سره مخ شو.»

ځیني ښوونکي او زده کوونکي هم وایي، چې د ښوونځیو په ویجاړېدو سره یې د زده کړو بهیر هم اغېزمن شوی او په خبره، دا مهال د خلکو په شخصي کورونو او یا هم آزاده فضا کې زده کړې کوي.

ښوونکي سراج الدین سراج ‌مل و ویل: « زده کوونکي په داسې یو حالت دي چې نه یې ټولګي شته او نه تشنابونه لري. دوی د فرش او غالیو برخه کې هم ستونزه لري.»

زده کوونکي جاوید و ویل: « موږ لمر ته ناست یو، هیڅ مو له لاسه نه کیږي، ښوونکي هم نه راځي، درس مو هم نه وي زده او په ګرمي کې ناست یو.»

د ورښتونو او سیلابونو له امله د ښوونځیو او مدرسو ویجاړېدو د ارزګان اوسېدونکي هم اندېښمن کړي او په خبره یې، دا چاره به یې د ماشومانو پر ښوونیز بهیر ناوړه اغېز ولري.

دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د ویجاړو شویو ښوونځیو د بېرته رغولو په پار ژر تر ژره لاس په کار شي.

د ارزګان اوسیدونکی ګل محمد داسې وایي: « دا ښوونځي دي چې جوړول یې نشته او چې ورښت شي بیا راڅڅیږي او ونړیږي.»

د ارزګان بل اوسیدونکي حسن ګل طلوع نیوز ته و ویل: « دلته په شاوخوا سل کوره دي او په هر کور کې پنځه تر شپږو ماشومان دي چې د زده کړو څخه پاتې کیږي.»

ارزګان کې داسې مهال د ورښتونو او سیلابونو له امله لسګونه ښوونځي ویجاړېږي، چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویلي وو، چې روان کال د ښوونځیو ودانۍ او ښوونکو کمښت له امله پر شرایطو برابر ۸۰ زره ماشومان له زده کړو محروم او دوی یې د جذب ظرفیت نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه