د ولسي جرګې استازو، د دغې جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې د وګړو د احوالو د ثبت او ټاکنو کمېسیون چارواکي رابللي وو.
د کاغذي پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې ننګونې، د رایه ورکونو د نوملیکنې په مرکزونو کې د خلکو د حضور کموالی، د هغو ټاپو پلور او جعل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري پر پېژندپاڼو وهل کېږي او دغه راز امنیتي ګواښونه هغه اندېښنې دي چې له امله یې د وګړو د احوالو د ثبت ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي ولسي جرګې ته رابلل شوي وو.
په دغې غونډه کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون په دې اړه وویل:«نن خبر شوم چې د کابل په ولایت کې، کتابونه، «سټېکر» پلورل کېږي او ځینې کسان چې غواړي په راتلونکي کې وکیل شي، دغه کتابونه پېري.»
د ولسي جرګې غړې فاطمه نظري هم وايي:«په شپږمې او ۱۳ مې ناحیو کې د پېژندپاڼو د ورکړې مرکزونه دي چې د ورځې پنځوسو تر سلو تنو ته پېژندپاڼې وېشي.»
د وګړو د احوال د ثبت د ادارې رییس همایون محتاط وایي چې د ټاکنو لپاره د کاغذي تذکرو وېش د دوی طرحه نه ده بلکې پر دې ادارې تپل شوې ده او له بایمټریک پرته به د رایه ورکوونکو د نوملړ برابرول او د رڼو ټاکنو ترسره کېدل به شونې نه وي.
ښاغلي محتاط زیاته کړه:«زموږ ادارې د ۱۰ مېلیونو هېوادوالو لپاره د پېژندپاڼو د وېش لپاره چمتووالی نیولی دا چې موږ ته سل زره کسان مراجعه کوي، دوه مېلیونه مراجعه کوي، درې مېلیونه مراجعه کوي دا د خلکو پر انګېزې او غوښتنې پورې تړاو لري.»
اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له بایمومټریک کولو سره مالي ملاتړ ونه شو او د ټاپو یا مهرونو هر ډول پلورل او غلا کول ردوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دالاانشا سرپرستې شهلا حق په ډاګه کوي:« زموږ کوم کتاب له کومې شمارې سره کوم ولایت او کومې ولسوالۍ ته به ولاړ شي، دا مالومات له موږ سره شته، او د دې په اړه چې کتاب او یا سټیکرونه غلا شوي تراوسه شواهد نشته.»
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې رییس او د وګړو د احوال د ثبت ادارې او د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو ځوابونه د قناعت وړ نه بولي زیاتوي چې د خلکو پيکه او تت حضور د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره مخ کوي او باید پر دې ستونزې غور وشي.