Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو ناسته کې د ګډون په پار نیویار ولاړ

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په درې اویایمه ناسته کې د ګډون په موخه نن(یک‎شنبې د تلې پر لومړۍ) د امریکا متحده ایالاتونو نیویارک ته ولاړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د حکومت رسمي لیدلورو په اړه وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې له مخې ښاغلی عبدالله  به د هېواد سیاسي او ٬‌امنیتي حالت، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې، سیمه ييزې او نړیوالې همکاري، د ټاکنو ترسره کول او د هېواد پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

د هېواد اجرائيه رئيس به د ملګرو ملتونو عمومي ناستې په څنډه کې د دې بنسټ له سرمنشي او په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره هم لیدنې ولري.

نیویارک ته په دې سفر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح الدین رباني، د اجرائیه رئیس ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده چې د هېواد اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د هېواد پر یو شمېر ستونزو او د حکومت پر لاسته راوړنو خبرې وکړي

شریک یي کړئ