د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون، د مرکزي بانک سرپرست، اجمل احمدي لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ.
د یاد کمېسیون غړی، زلمی زابلي وايي چې ښاغلی احمدي د یوې نیمې میاشتې په موده کې د قانون خلاف په ادلون بدلون لاس پورې کړی دی.
ښاغلي زابلي څرګنده کړې چې اجمل احمدي د مرکزي بانک تجربه لرونکي کارکونکي پرته له کوم دلیله له دندو ګوښه کړي دي.
ده همداراز ویلي، کله چې احمدي د سوداګرۍ وزارت سرپرست وو، هغه مهال یې هم د یاد بانک ۲۱ تنه کارکوونکي په غیرقانوني توګه ګوښه کړي وو.
اجمل احمدي څه موده مخکې ولسي جرګې ته د ځواب نه ویلو لپاره د یادې جرګې لخوا بې وکه شو.
دا په داسې حال کې چې مرکزي بانک بیا د کارکوونکو ګوښه کولو د یاد بانک د عالي شورا پرېکړه بللې وه.
مرکزي بانک د اجمل احمدي له خوا د دغه بانک د لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو د نیوکو پر غبرګون کې ویلي وو چې دا د بانک عالي شورا پرېکړه وه چې دغه کسان له دندو ګوښه کړل شي.
اجمل احمدي په خپله ټويټرپاڼه او همداراز د افغانستان بانک د څوو اعلامیو په خپرولو سره ویلي وو چې، د دغه بانک څلور چارواکي د فساد د اوو دوسیو له څېړنو وروسته د بانک د عالي شورا د پرېکړو پر بنسټ ګوښه کړای شوي دي.
په اعلامیو کې راغلي وو چې، د دغو ګوښه کولو د لامل په اړه ولسمشر ته هم رپوټ ورکړی شوی دی.
تر دې مخکې ځینو حقوق پوهانو د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د اجمل احمدي ټاکنه هم غیرقانوني کړنه بللې وه.
د قانون پر بنسټ، د افغانستان بانک مشر باید له ولسي جرګې تر ډاډ رایو له اخیستو وروسته باید معرفي شي.