افغان ولسمشر اشرف غني، احمد شعیب رحیم یې د کابل د ښاروالۍ په توګه وګماره.
د ولسمشر په یوه حکم کې راغلي دي چې د کابل ښاروالۍ د وړاندیز پر بنسټ، د دغه بنسټ مالي او اداري مرسیتال احمد شعیب رحیم یې د اوسني پست له خوندیتوب سره د ښاروالۍ د سرپرست په توګه وګماره.
د کابل پخواني سرپرست عبدالله حبیبزي کابو درې اوونۍ مخکې له خپل مقام څخه استعفا کړې وه.
له څه باندې دوه کلونو راهیسې کابل ښاروالۍ د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.