برېښنايي پېژندپاڼو د ویش پيل یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت د مشرانو له اختلافاتو پرده پورته کړه.
اجراییه ریاست وايي دا کار مشروعیت نلري او د اجراییه رئیس د خوښې خلاف شوی دی.
خو اروپايي ټولنه د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې خپل اختلافونه پای ته ورسوي او پر مهمو مسایلو تمرکز وکړي.
د اروپايي ټولنې سفیر، پیری مایدون وايي:«متحد پاتې شئ او د دې حکومت تر وروستۍ ورځې په ګډه کار وکړئ، ځکه اوس افغانستان ټاکنې په مخکې لري چې روڼتیا یې د مشرانو ګډو هڅو ته اړتیا لري او دا هغه څه دي چې هم د افغانستان خلک او هم اروپايي ټولنه یې له دغه حکومته تمه لري.»
په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو دوام هغه هم په داسې حالت کې چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې جګړه روانه ده د ناامنیو په پراختیا پورې اړوند بولي.
د مشرانو جرګې لومړۍ مرستیال، محمدعلم ایزدیار څرګندوي:«د ملي یووالي مشران، په اتفاق او اجماع سره د حکومت مهمو مسایلو پر لور ګام کېږدي، نه له جنجال او اختلاف سره.»
د ولسي جرګې غړی، داوود کلکاني زیاتوي:«د مشرانو ترمنځ اختلافونه د افغانستان په ټولنه کې د اختلافونو لامل کېږي او د دښمنیو پیاوړې کېدو لامل کېږي.»
د دې اختلافاتو دوام په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ننګونو ترڅنګ د خپل راتلونکي په اړه د خلکو ناهیلي هم له ځان سره لري.
د کابل ښار اوسېدونکی، حکمتالله چې د ورځې له دوو سوو افغانیو لږ عاید لري د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتنه کوي چې د اختلافونو پر ځای دې اقتصادي او امنیتي ستونزو ته پام وکړي.«دا مشران باید اول خپل منځ کې جوړه وکړي او وروسته پر یوه خوله موضوعات سره اعلان کړي او د اختلافونو پر ځای باید خلکو ډوډۍ او امنیت په اړه فکر وکړي.»
د کابل بل اوسېدونکی، محمد عوض زیاتوي:«بېکاري، غریبي او انتحاري وګوره، خو مشران راغلي دي او اختلافاتو ته دوام ورکوي، لاړ دې شي د خلکو ستونزې دې هوارې کړي.»
خو د اجراییه رییس له مخالفت سره سره حکومت د بریښنايي تذکرو د ویش پر دوام ټینګار کوي.
د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ویاند، روح الله احمدزی وايي:«موږ پر تخنیکي مسایلو کار کوو چې څنګه کولی شو هغه پراخ کړو تر څو د افغانستان خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي او د برېښنا يي تذکرو ویش زمینه برابره شي.»
دا دوهم ځل دی چې د ولسمشر او اجراییه ریس ترمنځ اختلافات راپورته کېږي او د حکومت دواړه مشران د یو بل په وړاندې دریږي.
له دې مخکې اجرائیه رئیس نیوکه کړې وه چې د ملي یووالي د حکومت موافقه نه ده عملي شوې او له دې کبله یې په ولسمشر نیوکې هم کړې وې.