Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ پاکستان ته د غني د سفر په اړه خبر ورکړ

د خوست په یوې سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوځيانو د بریدونو په پایله کې د څه باندې لسو ولسي وګړو د وژل او ټپي کېدو په غبرګو ن کې، کابل کې د پاکستان د سفارت د چارسمبالي له احضار دوه ورځې وروسته، ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه ټلېفوني خبرې وکړې.

ولسمشرۍ دفتر وايي د پاکستان لومړي وزیر په دغو خبرو کې ژمنه کړې چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او له ولسمشر غني څخه یې وغوښتل چې پاکستان ته سفر وکړي او ولسمشر هم دا غوښتنه رد نه کړه.

اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر د وخت تعیین لپاره کار دوام لري، خو لاروښانه نه ده چې کله به دغه سفر ترسره کېږي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په دې اړه وویل:«پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ډپيلوماټيک مرجع پر یوې مناسبې نېټې کار وکړي.»

دا به له ولسمشر کېدو وروسته پاکستان ته د ولسمشر غني څلورم سفر وي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو ځينې شنوونکي پاکستان ته د ښاغلي غني د دغه احتمالي سفر په اړه خوشبین دي.

د پوهنتون استاد احمد سعیدي څرګنده کړه:«که‎چېرې د سیمې په کچه ضمانت شتون لري چې پاکستان ته د ښاغلي غني سفر د سولې زمینه برابروي، د افغانستان خلک باید لبیک ووايي، خو که‎چېرې ښاغلی غني یو ځل بیا په دغه سفر کې تېروتنه وکړي؛ د افغانستان د خلکو له باور سره جفا کوي.»

له بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان او پاکستاني مشرانو د خبرو هرکلی کړی دی.

نوموړي د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي:« خوښ یم چې لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر غني سره خبرې وکړې، دواړه مشران وايي دوی داسې اقتصاد ته ارزښت قایل دي چې سوله رامنځته کولای شي، په تېره بیا بلقوه لاس ته راوړنې او د سیمې یو موټی کول، دا یو ګډ نظر دی چې واقعا په سیمه کې پرمختګ رامنځته کولاي شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر د وخت تعیین لپاره کار دوام لري، خو لاروښانه نه ده چې کله به دغه سفر ترسره کېږي. دا به له ولسمشر کېدو وروسته پاکستان ته د ولسمشر غني څلورم سفر وي.

شریک یي کړئ