Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استازي:امنیتي چارواکي دکورنیو چارو وزارت د برید په اړه ځواب ووايي

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې موخې ته د رسېدو لپاره له زغروال او تورو ښیښو موټرو څخه د بریدګرو ګټنه د پوښتنې وړ ده، امنیتي بنسټونه باید د هغوی د رسېدو په اړه ځواب ووايي.

خو د دغې جرګې ځينې نور استازي وايي تر هغې چې په خپله دولتي چارواکي د تورو ښيښو واله موټرو له ګرځولو ډډه ونه کړي؛ د نورو مخه نه‎شي نیولای.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډه د تورو ښیښو او زغروالو موټرو څخه د ترهګرو ګټه اخیستنه او له دې لارو دوی خپلو موخو ته رسېدلو په تړاو د ولسي جرګې د غړو بحث وشو.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وايي:«یو کس د تورو ښیښو له لرونکي او له چاودېدونکو توکو څخه ډکو موټرو سره کابل ته راځي او حتا ډېرو مهمو ځایونه ته ځانونه رسوي نو په کابل کې دا دومره څارځایونه د څه لپاره دي.»

له دې مخکې د کورنیو چارو وزیر ویلي وو کله چې پولیس د تورو ښیښو او زغروال موټر دروي نو یو شمېر وکیلان په دې برخه کې مداخله کوي.

خو دلته د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې تړاو غبرګون ښيي.

د ولسي جرګې غړې لیلما ولي حکمي څرګنده وي:«زه له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کوم چې لومړی د خپلو موټرو ښیښې سپینې کړي او وروسته پر نورو دې نیوکه وکړي.»

د قانون په وړاندې د یوشمېر دولتي چارواکو سرغړونه، پر وسله‎والو د دولتي ځواکونو لخوا د پوځي تجهیزاتو پلورل د دې بحث بله برخه ده.

 د ولسي جرګې غړی عبدالوودود پيمان په ډاګه کړه:«ولسمشره! ته چې هوايي ډګر ته هم ځې په قانوني مسیر او په خپله لار ولاړ شه او که وزیر هم په لاره ځي د ټرافيک په زور دې خلک نه پایماله وي له خدایه ووېرېږي.»

خو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، له دې وروسته به بې پليټه او د تورو ښيښو واله موټرو ته به د ګرځېدو اجازه ور نه کړي.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وايي:«د کورنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کې پولیسو ته دنده ورکړې ټول هغه موټر چې تورې ښيښې لري او یا زغروال دي او پلیت نه لري چې په هر چا پورې چې اړوند وي له درناوي سره چې د هېواد مشرانو ته یې لرو، موږ موټر دروو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ  لسو بریدګرو د زغروالو موټرو په واسطه د کورنیو چارو وزارت تر در وازې ورسېدل او په یو بې مخینه برید یې لاس پورې کړ.

پیش از این، ویس احمد برمک، وزیر امورداخله گفته بود هنگامی که پولیس موترهای ضد گلوله و شیشه سیاه را متوقف می‌کند شماری از اعضای شورای ملی مداخله می‌کنند.

شریک یي کړئ