Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د ایران په اهواز کې پر پوځي پرېډ برید وغندلو

افغانستان د ایران په اهواز کې د تېرې ورځې پر پوځي برېډ برید چې په ترڅ کې یې یوولس تنه ووژل شول، وغندلو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې نن(یک‎شنبې د تلې لومړۍ) راغلي دي:« افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران پر اهواز ښار تروریستي برید چې له امله یې د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي قرباني شول، په کلکه غندي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې د افغانستان خلکو له ترهګرۍ سره مبارزه کې ډېره قرباني ورکړې او لا مو هم له دې ښکارندې سره مبارزه روانه ده.‎«د افغانستان حکومت او خلکو له کلونو راهیسې تروریزم سره په مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي او لا هم زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه له دغې شومې پدیدې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران په اهواز ښار کې د دغه هېواد د پوځيانو پر پرېډ برید وشو.

د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې کابو ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د سپاه پاسداران غړي هم شامل دي.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړ چې برید کوونکي د مراسمو سیمې ته نېږدې یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو او له هغه ځایه یې پر پریډ ډزې کړي.

ایراني چارواکو ویلي دي چې څلور بریدګر وژل شوي او یو یې نیول شوی دی.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف څرګنده کړه چې ترهګر د یوه بهرني هېواد لخوا روزل شوي او پېسې یې اخیستي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې دایران په لویدیځو سیمو په ځانګړې توګه له عراق سره پر پوله ناامنۍ زیاتې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې څلور بریدګر په مقابلو ډزو کې وژل شوي او یو یې د دغه هېواد د پوځيانو لخوا نیول شوی دی

شریک یي کړئ