د سیمه ییزو چارواکو د راپورنو له مخې تر اوسه د هېواد دریوو برخو کې د سېلابونو راوتو له کبله له ۱۱۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۱۵۰ ډېر هم ټپیان شوي دي.
د پروان ولایت سیمه ییز مسوولین نن(پنجشنبې د وږي په ۶مه نېټه) وايي چې د چاریکارو ښار کې د سې شنبې شپې سېلابونو له کبله ۸۵ تنه مړه شوي او له ۱۱۰ ډېر ټپيان شوي دي.
همداراز نن پروان ولایت کې د ورانیو لاندې د مړو ویستو عملیات له څو ساعتونو ځنډ سره پیل شول، په داسې حال کې چې سیمه ییزو مسوولینو د سهار په پنځو بجو د عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.
د سیمه ییزو مسوولین په وینا په هېواد کې د سېلابونو له کبله تر ډېره ښځو او ماشومانو ته زیان رسېدلی او ډېری قربانیان یې هم دوی دي.
د چاریکارو ښار اوسېدونکي وايي چې چهارشنبې سېلابونه چهارشنبې سهار پیل شول او سلګونه کورنه یې وران کړل.
له بلې خوا د کاپیسا د پولیسو ویاند، شایق شورش څرګندوي چې تېره شپه د دغه ولایت کوهبند ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله ۱۰ تنه مړه شوي او له لسو ډېر ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت حصه اول، حصه دوم، نجراب او مرکز کې زرګونه جریبه ځمکه او باغونه وران شوي دي.
همداراز د پنجشېر والي ویاند، منصور عنابي څرګندوي چې دغه ولایت کې هم د سېلابونو راوتو له کبله درې تنه مړه شوي دي.
ترڅنګ یې د میدان وردګو ولایت جلریزو، چک، دایمیرداد او سید اباد ولسوالۍ کې ۷ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د کابل سروبي ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له کبله د ۸ کسانو له مړه کېدو او د ۱۴ له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په همدې حال کې نورستان او لوګر ولایتونو کې هم د سېلابونو راوتو خبر ورکړل شوی، خو د زیانونو او مرګ ژوبلې په تړاو یې کره مالوماتو له لاس کې نشته.