Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

الېس وېلز له حکومتي چارواکو سره د لیدو په پاره کابل ته راغله

د مرکزي او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیاله الېس وېلز د امریکا او افغانستان د مُلکي مرستو د څار غونډه کې د ګډون په منظور نن یکشنبې (د غوايي په ۲۲مه) کابل ته راغله.

کابل کې د امریکا سفارت وايي چې د امریکا او افغانستان د مُلکي مرستو څارنه، کولای شي په افغانستان کې د بنسټونو د پیاوړتیا او همدارنګه د دغه هېواد له ځان بساینې سره مرسته وکړي.

د دغه سفارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ټاکل شوې ده مېرمن وېلز په دغه سفر کې له ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او همدارنګه نورو حکومتي چارواکو سره وویني او په بېلابېلو موضوعګانو خبرې وکړي.

د دغې خپرپاڼې پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې اغلې وېلز، د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې دخیلو لورو سره هم لیدنه وکړي څو د ټاکنو د ترسراوي په اړه هم مالومات ترلاسه کړي او همدارنګه د رڼو او عادلانه ټاکنو له ترسراوي د امریکا ملاتړ اعلان کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکې په داسې حال کې کابل ته راځي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي په دې نږدې موده کې له طالبانو د خبرو اترو شپږم پړاو پای ته ورساوه.

خو کابل کې د امریکا سفارت د دې په اړه چې ایا مېرمن وېلز د سولې د خبرو اترو د څرنګوالي په اړه به د افغان حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي که نه، څه نه دي ویلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې مخکې له طالبانو سره له هر ځل خبرو اترو وروسته کابل ته راته او د افغان حکومت له مشرانو سره به د دغو خبرو اترو د پرمختګ په اړه مالومات شریکول، خو دا ځل کابل ته رانه‎غی.

د طالبانو او خلیلزاد د خبرو اترو شپږم پړاو د مۍ په لومړۍ نېټه پیل او له نهو ورځنیو خبرو اترو وروسته پای ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې اغلې وېلز، د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې دخیلو لورو سره هم لیدنه وکړي څو د ټاکنو د ترسراوي په اړه هم مالومات ترلاسه کړي او همدارنګه د رڼو او عادلانه ټاکنو له ترسراوي د امریکا ملاتړ اعلان کړي.

شریک یي کړئ