د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي چې شونې ده د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو نوملیکنه د غبرګولي په لومړنۍ نېټه پيل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي چې د توضیحاتو لپاره نن ولسي جرګې ته ور بلل شوي وو وايي چې د رای ورکوونکو د نوملیکنې لپاره یې ۱۲ زره کارکوونکي په دغه کمېسیون کې ګمارلي دي او ټاکل شوې ده په بل پېر کې څه باندې ۲۰ زره تنه نور کسان هم وګماري.
دغه چارواکي د رای ورکوونکو د نوملیکنې لګښت ۳۰ مېلیونه ډالره اعلان کړی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس او یو شمېر غړي د هغه څه له امله چې د ولسي جرګې ټاکنو د نه روڼتیا او د دې کمېسیون په کارونو کې د حکومت د لاسوهنې په اړه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو اندېښنه بلل کېږي د چهارشنبې په ورځ دغې جرګې ته وربلل شوي وو.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:«د ټاکنو له جزیاتو، د ټاکنو له شرایطو چې خلک دقیقاً په جریان کې وي دا اجنډا مو جوړه کړه.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس په داسې حال کې چې د دې بنسټ د چمتووالي خبر ورکوي ژمنه کوي هېچا ته به د ټاکنو په کار کې د لاسوهنې اجازه ورنهکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«ژمنه لرو چې د خلکو رایې له موږ سره امانت دي او دا امانت د امانت په توګه ساتو.»
ښاغلی صیاد د وري ۲۵ نېټه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پیل او د غبرګولي لومړۍ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې د پيل ورځ اعلانوي.
هغه زیاته کړه:«زموږ د مهالوېش له مخې د ټاکنو ورځ ده چې اعلان شوې او د ټاکنو په مهالوېش کې خپره شوې، د نوماندانو نوملیکنه ده چې اټکل کېږي د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه وي.»
د ولسي جرګې غړی نعمت الله غفار په دې اړه وویل:«په داسې حال کې چې د تلې په میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شي، کهچېرې د تلې په میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان نهشي یعنې د وري په میاشت کې ټاکنې نه ترسره کېږي.»
د پارلمان غړی عبدالرحیم ایوب څرګنده کړه:«حکومت د پردې تر شا پلان لري چې د ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شي او ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي.»
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په بهیر کې د یو شمېر زورواکو او سیاستوالانو د نفوذ په اړه اندېښنه لري.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا د رایو ورکوونکو د نوملیکنې لپاره ۱۲ زره کارکوونکي ګمارل شوي او ټاکل شوې څه باندې شل زره نور هم وګمارل شي.