د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، پر کران و منجان ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو له څو اړخونو بریدونه کړي.
د بدخشان امنیه قومندان صابر ارین وايي طالبان هڅه کوي په دې ولسوالۍ کې د لاجوردو کان په لاس کې واخلي.
که څه هم امنیه قومندان وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی، خو زیاتوي چې د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوايي ملاتړ ته هم اړتیا لري.
هغه وايي: «د طالبانو هڅه دا ده چې د معدن واک په لاس کې واخلي او له دې لارې وکولی شي ځانونه تمویل کړي، عمده هڅه يې دا ده، لویه لاسته راوړنه به ولري، پر دوی باندې ګاونډي هېواد ته د تګ راتګ لاره چې خپل ټپیان پرې وړي، هم تړل شوې ده، له سختو ستونزو سره مخ دي.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي پر حکومت غږ کوي چې د دې کان له لاسه وتلو ته جدي پام وکړي.
د ولسي جرګې غړی ذکریا سودا وايي: «کران و منجان ته طالبان لېواله دي، دې کې شک نشته، د افغانستان یوه لویه اقتصادي نقطه ګڼل کېږي، له سیاسي جغرافیوي اړخه له څو ولایتونو سره پولې لري، چې له هماغه ځایه مهم ولایتونه وګواښي، دوی له نورستان او ننګرهار سره لار نښلوي چې بهرنیان پرې ترې راتګ وکړای شي، د حکومت نه پاملرنه به فاجعه وزېږوي.»
د دې جرګې بل غړی عبدالله ناجي نظري هم ورته نظر لري، هغه وویل: «طالبان پر کران و منجان ولسوالۍ له بریده څو مشخصه هدفونه لري، لومړی دا چې د لاجوردو کان ته لار پیدا کړي، چې په وسیله يې په ټول بدخشان کې خپل جبهات تمویل کړي، همدارنګه که د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي، نو دوی کولی شي چې پنجشیر، نورستان او تخار نا امنه کړي، په همدې خاطر طالبان هڅه کوي دا ستراتېژیکه نقطه ونیسي او جګړه چې هلته روانه ده، متاسفانه حکومت پر وخت لازمه مرسته نه ده رسولې، خو ځايي وسلهوالو مقاومت کړی.»
مدني فعال ظهورالله هم وايي که طالبان کران و منجان ونیسي، نو امن ولایت پنجشیر ته به لار پیدا کړي: «که طالبان کران و منجان ونیسي، طالبان به امن ولایت پنجشیر ته هم لاسرسی پيدا کړي، موږ له ځايي او مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کوو.»
دغه ولسوالۍ له کنړ، نورستان، پنجشیر او تخار سره ګډې پولې لري او مرکز ته غځېدلې لار يې په یمګان ولسوالۍ کې تېره شوې.