Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو کمېسیون: د غزني په جګړه کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي، په غزني کې اوضاع اندېښمنوونکې بولي او وايي چې په دغه ښار کې د څو ورځنیو جګړو په لړ کې، ملکي ځایونه خوندي نه وو او همدارنګه د خلکو شتمنۍ چور تالا شوې ده.

په همدې حال کې، غزني کې ځينې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې په دغه ښار کې د جګړې په لومړیو ساعتونو کې، د دولتي ځواکونو یوازې یو برخې له طالبانو سره مقاومت وکړ او د غزني په دویمه حوزه کې ډېری برخې په ډېرې اسانۍ سره د طالبانو لاس ته ولوېدې.  

تر تېرو څو ورځو پورې له هغې ودانۍ چې د غزني ښار د دویمې حوزې یوې مرکزي څلور لارې ته‎څېرمه ده د دولتي ځواکونو د پوځي وسایلو او وسایطو د ساتلو لپاره کار اخیستل کېده، خو دا زېرمتون پر غزني د طالبانو د برید په شپه وسوځېد او د غزني نورو برخو ته د طالبانو لخوا د ځینو وسایلو او وسایطو د لېږد په اړه رپوټونه هم خپاره شوي دي.

په دې لړ کې د سیمې اوسېدونکو د طلوع نیوز خبریالانو ته ویلي پر غزني ښار د طالبانو له بریده څو ورځې مخکې دغه نور پوځي وسایل هم دغه زېرمتون ته راوړل شوي وو.

لږ اخوا د یوه سوداګریز مرکز زیات شمېر پلورنځي هم د جګړو له امله سوځېدلي او له څو ورځو وروسته اوس د دغو هټیو خاوندان دې برخې ته راځي.

د غزني ښار اوسېدونکی امید په دې اړه وايي:«د دغو خلکو وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. ټول پلورنځی تاسې وینئ چې سوځېدلی او اور ورته کړل شوی.»

د چهارشنبې پر ورځ ولسمشر اشرف غني، کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په غزني کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له پرمختګ څخه یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه:«د غزني ښار یوه ډېره برخه تشه شوې، یوازې د خواجه بهلول معروف حوزه پاتې ده، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه بوخت دي، یو څرګند پلان ورته ترتیب شوی.»

له بلخوا ځینې سرچینې وايي پر غزني د طالبانو د برید په شپه د ښار برېښنا ناڅاپه پرې شوه او تر سبا یې مخابراتي شبکې یوه پر بل پسې له کاره ولویدې.

اخوا د طالبانو د دغه برید په ځواب کې د دولتي ځواکونو په ځنډ مرستې هم نیوکې کېږي.

د غزني د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري هم په دې اړه څرګنده کړه:«د کورنیو چارو او دفاع وزارت په دې اړه مسوولیت لري؛ موږ په ځلونو غږ کړی په غزني کې د امنیتي ځواکونو موجوده تشکیل د غزني د ځمکې او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په نظر سره، د اړتیاو ځواب ویوونکی نه دی.»

بلخوا د غزني امنیه قومندان فرید مشعل هم داسې نظر لري:«که‎چېرې موږ غزني پرېږدو، په کابل کې هم نه شو کولای پاتې شو! که‎چېرې کابل پرېږدو په شمال کې هم نه شو کولای! که‎چېرې هغه ځای پرېږدو، په پکتیا کې هم نه شو کولای! که‎چېرې هغه ځای هم پرېږدو، نو په لوی کندهار کې هم نه شو کولای!»

په دې لړ کې د غزني په وروستيو جګړو کې د بشري حقونو د وضعیت څرنګوالی تر ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.

لکه څرنګه چې د څو ورځو لپاره پر واټونو د قربانیانو د مړو د پاتې کېدو خبره کېږي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر موسي محمودي په دې اړه وویل:«په هغه ځای کې له مُلکي مرګ ژوبلې نیولې تر پراخو ویجاړیو، د ملکي توکو چور تالان، پر مُلکي او عامه ځایونو بریدونه، دا پېښې شوي چې دا ټول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي او په ځینو ځایونو کې جنګي جرایم دي.»

له دې سره په یو وخت د ملګروملتو سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې په غزني کې د عمومي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي، د جګړې ښکېل لوري باید د بشري چارو کارکونکو ته روښانه ضمانت ورکړي چې په دې ولایت کې د فعالیت پرمهال به په بشپړه توګه خوندي وي.

په خبرپاڼه کې راغلي د غزني د جګړو پرمهال د ښکېلو لوریو او ملکي خلکو په ګډون له ۱۱۰ تر ۱۵۰ ټپيان د غزني روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې لړ کې د غزني په وروستيو جګړو کې د بشري حقونو د وضعیت څرنګوالی تر ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده. لکه څرنګه چې د څو ورځو لپاره پر واټونو د قربانیانو د مړو د پاتې کېدو خبره کېږي.

شریک یي کړئ