په بغلان کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت پر امنیه قومندانۍ د تېرې ورځې ځانمرګي او وسلهوال برید کې، د وژل شویو شمېر څه باندې شلو تنو ته ورسېد.
د بغلان پر امنیه قوماندانۍ د ځانمرګو بریدګرو له بریده یوه ورځ وروسته، د دې ولایت سیمهيیز چارواکي وایي د دې پېښې ډېری پوځي قربانیان د پولیسو افسران وو.
د بغلان والي احمد فرید بسیم څرګنده کړه:«له بده مرغه زموږ ۱۸ تنه افسران شهیدان شول.»
په همدې حال کې د بغلان د عامې روغتیا ریاستو د ماشومانو او ښځو په ګډون د څه باندې ۶۰ تنو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دولتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته د یکشنبې په غرمې وروسته پیل او د ورځې ترپایه روانه وه. افغان پوځیان وايي بریدکونګو د لومړي ځانمرګي برید لپاره له پوځي موټره کار واخیست.
د ۲۱۷ پامیر قول ا ردو د درېمې لوا قوماندان عباس توکلي وايي:«د هاموې موټر په واسطه یې په لومړي سره کې د قومندانۍ د شمالي دېوال له لوري ځانمرګی او چاودېدونکی عمل ترسره کړ.»
د بغلان د پولیسو یو تن غړی چې له هماغه لومړیو د پېښې شاهد و، اوس یې یو خپلوان چې په دغه برید کې ټپي شوی کابل ته یې راوړی دی.
نوموړی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي د بغلان د امنیه قوماندانۍ ډېری کارکوونکي د بریدګرو په ډزو کې مړه یا ټپيان شوي دي.
دغه کس زیاتوي:«ډېریو یې ځانونه وایستل، ډېری یې ټپیان او د تېښتې په حال کې یې مرمۍ وخوړه، ځينې یې هم په سیمه کې، په خونو کې ګیر بپاټې شول او شهیدان شول.»
د رپوټونو له مخې د طالبانو دا برید هغه مهال وشو چې د پولیسو افسران د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره د بغلان امنیه قوماندانۍ ته ورغلي وو.