د بلخ ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د سرک غاړې ماین چاودنه کې یوه پولیس سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان دي.
چارواکي زیاتوي چې چاودنه تېره ورځ(یک شنبې د تلې۲مه) د یاد ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې شوې ده.
د شورتېپې ولسوال، محمد کریم وايي چې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پولیسو یو رنجر موټر د سرک غاړه کې پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
ښاغلی کریم د پېښې له کبله د ټپي شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ بولي.
د دغې چاودنې مسوؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا په داسي حال کې ده چي د حکومت مخالفين د افغان او بهرنيو ځواکونو د نښه کولو لپاره له چاوديدونکو توکو کار اخلي چې ډيری وختونه یې قربانیان ملکي وګړي وي.