د هېواد د رزمي سیالیو ملي لوبغاړی سیر بهارد زاده نن شپه ۱۱:۳۰ دقیقې د «یو اف سي» سیالیو په چوګاټ او دننه په قفس کې د خپل اسټرالیایي سیال راب ولګینسان په وړاندې د مبارزې ډګر ته وردانګي.
د نړۍ د رزمي ازادو سیالیو اتل راب ویلکینسان، چې په کارنامه کې ۱۱ بریاوې لري، تراوسه یې د ماتې خوند نه دی څکلی.
۳۳ کلن بهادر زاده چې په عالي کس مشهور دی، د ننه په فقس کې ۲۹ لوبې لري چې له هغې ډلې یې ۲۲ ګټي او ۷ بایللي دي.
سیر بهادر زاده په دغو ۲۲ ګټو شویو لوبو کې خپل ۱۱ سیالان یې له فني ضربې سره له پښو غورځولي دي.
سیر بهادر زاده ۳۳ کاله وړاندې په کابل کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي.
هغه ۱۵ کلن وه چې له خپلې کورنۍ سره هالنډ ته ولاړ او د ازادو سیالیو لومړنۍ روزنې یې په همدغه هېواد کې پیل کړې دي.
بهادر زاده په ۲۰۰۲ کال کې خپل لومړنی سیال له فني ضربې سره په ځمکه ګوزار کړ او په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د ګډو رزمي سپورټونو په رشته کې یې د چاپان له خوا د نړۍ د اتل لقب ترلاسه کړ.