د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي له افغان ځواکونو سره په نښته کې درې طالب وسلهوال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د یادولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست، نظامالدین غوري نن(دوشنبې د کب۷مه) وویل چې یاد شمېر طالب وسلهوالو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې یک شنبې ماښام طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
ده زیاته کړه چې نښته د تخارـکندز پر لویه لاره شوې، او له یوه ساعت څخه وروسته پاتې وسلهوال وښتېدل.
ښاغلي غوري په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.