Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاوېد: سږني ژمنيو عملیاتو ته به زور ورکړو

ملي دفاع وزارت وايي چې سږ کال ژمی به د طالبانو په وړاندې د دولتي ځواکونو عملیات زور واخلي.

دغه وزارت ټینګار کوي چې د ګرم سیرو ولایتونو سربېره، په شمالي ولایتونو کې د امنیت د تامین لپاره هم پراخ امنیتي پروګرامونه په پام کې لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد طلوع نیوز ته وویل:«موږ دا ځل په کلکه ژمنیو عملیاتو ته دوام ورکوو، خو دا پلان له امنیتي پلوه تاسو ته مالومه ده چې ځينې مسایل دي چې موږ هغه اوس افشا کولای نه شو، خو ډېر ژر به د پراخو عملیاتو شاهد وئ.»

سږکال د هوا په سړېدو سره هم د هېواد په ځینو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه نه ده کمه شوې او دواړه لوري یوه بل ته د تلفاتو او زیانونو د رسولو ادعا لري.

لکه څنګه چې یوازې د غزني ولایت چارواکي د تلې په میاشت کې د ۳۶ پوځي عملیاتو د ترسره کولو خبره کوي، په دغو عملیاتو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک هم په دې ولایت کې د طالبانو پر ځینو مرکزونو بریدونه کړي دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی په دې اړه څرګنده کړه:«اوس هم عملیات روان دي د ځواکمن عملیات پلان او پروګرام لرو، انشاالله ځینې هغه ولسوالۍ چې کلونه مخکې، د ولسوالیو مرکزونه، له اصلي مرکزونو بدل شوي وو، انشاالله هلته به عملیات ترسره شي.»

په تازه مورد کې د دولتي ځواکونو پر هغه کاروان چې له پکتیکا څخه پکتیا ته روان و د طالبانو برید او هغه جګړه ده چې له هغې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ پيل شوه، له امله یې د پکتیا د ګردیز ښار په ابراهیم خېلو کلي کې یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دا پيښه د شنبې په شپه وشوه او د وژلو شویو او ټپیانو د خپلوانو په وینا د دغو کسانو پر کور د توغندي د لګېدو له امله مړه او ټپیان شوي دي.

د پکتیا پولیس وايي د دې پيښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د ګردیز اوسېدونکی خواجه په دې اړه وايي:«د توغندیو ویشتل پیل شول او وروسته زموږ خپلوان د دغو ډزو په پایله کې ووژل شول.»

شریک یي کړئ