Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمت خلیل کرزي حکومت کې د نظرونو اختلاف له کبله استعفا ورکړه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي چهارشنبې( د تلې په ۲۵مه نېټه) رسنیو ته د خپلې استعفالیک په لیږلو سره خپله استعفا اعلان کړه.

ښاغلی کرزي د خپلې استعفا لامل په ملي یووالي حکومت کې د ننه د نظرونو ژور توپير له کبله د خپل ځان لپاره د کار کولو محدوده ساحه بولي.

ده په خپل استعفالیک کې لیکلي چې د خپل کار د څلورو کلنو په موده کې د هېواد د بهرني سیاست په چوکاټ کې یې د تلپاتې سولې ته د رسیدو هڅه کړې، څو د سیمې له هېوادونو او لویو قدرتونو سره په اړیکو کې انډول وساتي او سولې ته د رسیدو په پار ځینې میکانیزمونه په لاره واچوي.

ښاغلي کرزي د خپل استعفالیک په بله برخه کې ویلي دي چې اوسنیو شرایطو کې خپله ونډه اغېزمنه نه بولي او د خپلو خلکو ترڅنګ پاتې کېدل غوره ګڼي.

له بلې خوا داسې ناتائید شوي راپورونه شته چې حکمت خلیل کرزی غواړي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړي او له همدې کبله یې استعفا ورکړې ده. خو ښاغلي کرزي په دې اړه څه نه دي ویلي.

حکمت خلیل کرزی د ۱۳۹۳په سلواغې میاشت کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه وګمارل شو.

ښاغلي کرزي د خپل استعفالیک په بله برخه کې ویلي دي چې اوسنیو شرایطو کې خپله ونډه اغېزمنه نه بولي او د خپلو خلکو ترڅنګ پاتې کېدل غوره ګڼي

شریک یي کړئ