Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې بهیر په تړاو د خلیلزاد د سفر تازه پړاو

 د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد افغانستان او ځېنو نورو هېوادونو ته خپل یو بل سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د خلیلزاد دا سفر د مارچ په ۲۵ مه پیل شوی او د اپریل تر لسمې پورې به دوام وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترځ کې افغانستان، برېټانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ولاړ شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي د خلیلزاد د دې سفر موخه، افغانستان کې د سولې د ټينګښت د هڅو دوام دی.

خبرپاڼه زیاتوي خلیلزاد به په کابل کې د حکومت له چارواکو او ځېنو نورو افغانانو سره، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په څرنګوالي بحثونه وکړي او دې بحثونو کې به ټول لوري وهڅوي چې یو ټول منلی مرکچي پلاوي وټاکي.

خبرپاڼې همدراز ویلي دي:«په کابل ځانګړی استازی له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو مشورې کوي. دی به همداراز ټول شموله پلاوی وهڅوي چې د بین الافغاني خبرو راتلونکونک پړاونو ته لار هواره شي.»

 دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیلزاد د مارچ په میاشت کې له طالبانو سره کابو ۱۶ ورځې په قطر کې خبرې درلودې.

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د دواړو لورو پلاوي ډېر واکونه لري او پر څلورو موضوعاتو  یې هوکړه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد هم په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې خبرو اترو کې یې لاسته راوړنې درلودې.

د خلیلزاد په وینا دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو  ځواکونو  پر وتو، د نورو پر ضد د افغانستان له خاورې نه کارول هغه موضوعات وو چې په دې ناسته کې پرې هوکړې شوې دي.

اوو هېوادونو ته د خلیلزاد شپږم دور سفر په داسې حال کې پیلیږي چې ټاکل شوې په لنډ وخت کې افغان سیاستوال قطر ته له طالبانو سره د خبرو په موخه ولاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دی چې د خلیلزاد د دې سفر موخه، افغانستان کې د سولې د ټينګښت د هڅو دوام دی

شریک یي کړئ