Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دامریکا ملي پوځ؛ کابو تېرو دوو میاشتو کې ۱۰۸۹ طالب اورپکي وژل شوي

د امریکا ملي پوځ شمېرې ښيي چې کابو په تېرو دوه میاشتو کې د هوايي بریدونو په پایله کې څه باندې یوولس سوه طالب اورپکي وژل شوي دي.

د امریکا د هوايي ځواکونو شمېرې په افغانستان کې د طالبانو پرخلاف د هوايي بریدونو د زیاتوالي ښودنه کوي.

د دغو شمېرو پر بنسټ په نومبر میاشت کې ۳۹۲ بریدونه او د د روانې زیږدیزې میاشتې په درېیو اوونیو کې د هلمند او فراه په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ بریدونه شوي دي.

د امریکا پوځ د پوځي فشار د زیاتوالي موخه خبرو ته د طالبانو د اړ ایستلو لپاره ګڼي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند ډېف بټلر په دې اړه وویل:«د هغه څه په اړه چې امریکا او متحدین یې په اړه انديښمن دي دا دي د افغانستان باثباته کېدل باید په داسې ډول وي چې ترهګر نور په دې هېواد کې امن مرکزونه ونه‎لري او په ټوله نړۍ کې بریدونه ونه‎شي کړای.»

د امریکا پوځ وايي د تېرو کابو دوو میاشتو په دغو بریدونو کې د نولسو طالب قوماندانانو په ګډون ۱۰۸۹ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«په دې وروستیو کې د افغانستان د دښمنانو په وړاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یرغلي بریدونه صل په صلو کې زیات شوي او ښې پایلې یې لرلې دي، په دې وروستیو کې په هرې اوونۍ کې د افغانستان د دښمانو په لسګونه مشران او قومندانان وژل شوي دي.»

خو د ملګروملتو سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د هوايي بریدونو له زیاتوالي سره په دغو بریدونو کې مُلکي مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

د پوځي چارو کارپوه میرزا محمد یارمند څرګنده کړه:«هوايي بریدونه باید د استخباراتو او د دښمن تثبیت، د دښمن د ځواکونو او ولسي وګړو د کمیت تفکیک وشي او له هغوی باید اړ اخیز تحلیل ولري.»

د پوځي چارو کارپوه عزیز احمد وردګ هم وویل:«راپور یې باید ډېر کره او دقیق وي، دا شان نه چې دښمن په یوه سیمه کې وي او امنیتي ځواکونه بله سیمه بمبارد کړي او یا هلته انداخت وکړي، په دې صورت کې خلک له بریدونو اغېزمن کېږي او له حکومت سره د خلکو واټن زیاتېږي.»

شمېرو ته په پام سره لیدل کېږي چې په روان کال کې هوایي بریدونه د تېرو څو کلونو  په پرتله بې مخینې دي.

طالبانو هم له دې مخکې په هوايي بریدونو کې دغې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې رسېدل رد کړي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله ملکي خلکو ته رسېدلې ده.
 
د امریکا پوځ شمېرې ښيي چې د تېرو کابو دوو میاشتو په دغو بریدونو کې د نولسو طالب قوماندانانو په ګډون ۱۰۸۹ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

شریک یي کړئ