Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دانش: پر کورنیو چارو وزارت ډله‎ییز برید د حقاني شبکې کار وه

پر کورنیو چارو وزارت له ډله‎ییز برید درې ورځې وروسته دغه وزارت ادعا کوي، چې ډله‎ییز برید، د حقاني شبکې کار وه.

د دغه وزارت د ویاند نجیب دانش په وینا، لومړنۍ موندنې ښيي چې د دغه برید اصلي پلانونکی حقاني شبکه وه او هغه یې د داعش ډلې تر پوښښ لاندې ترسره کړ.

اخو دغه وزارت مني چې بریدګر توانېدلي وو چې له خپلو وسلو سره له څو څارځایونو او تلاشیو څخه تېر شي؛ په داسې حال کې چې له دغو بریدګرو، یوازې کابو ۶۰ لاسي بمونه د پېښې په سیمه کې پاتې وو.

هغه ځای چې ترهګر په‎ کې له پښو وغورځول شول د کورنیو چارو وزارت در اصلي دروازې پورې ۵۰ متره واټن دی.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت چارواکي اړ شول چې دغه سیمې ته د برید ګرو د رسېدو څرنګوالی مالوم کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«برید د حقاني شبکې له خوا پلان، طرحه شوی او د داعش د پوښښ لاندې اجرا شوی هغه څه دي چې په رسنیو کې هغه مطرحه شوي. موږ یو لړ پرمختګونو ته رسېدلي یوو او تراوسه زموږ څېړنې وروستۍ نه دي، په تمه یوو چې دا څېړنې وروستۍ شي او هغه به حتماً له تاسو سره شریک کړو.»

له دې مخکې د کابل امنیه قومندان محمد داوود امین ویلي وو له امنیتي کامرو يې داسې تصویرونه ترلاسه کړي چې دوه زغروال ګاډي د سرای شمالي لخوا د کورنیو چارو وزارت په لوري راځي.

اخوا د ولسي جرګې ځینې استازي، امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه د استخباراتي بسټونو چارواکي د ترهګرو په تعقیبولو او نیولو کې ناکامه بولي.

د ولسي جرګې غړی هاشم مهمدي وايي:«د کورنیو چارو وزیر صاحب چې همدلته رایه اخیستله، په هماغه ورځ وویل چې موږ په پنځو ورځو کې ټولو زغروالو موټرو ته پلېټونه وېشو، اوس چې دوه کاله تېرېږي، وس یې نه رسېږي چې زغروال موټرو ته پلېټونه ووېشي، له دغه وزارت څخه موږ څه تمه ولرو.»

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري هم زیاتوي:«ټول هغه رییسان چې د کورنیو چارو په وزارت کې کار کوي، تاسې ولاړ شئ څېړنه وکړئ، ټول موټر یې د تورو ښيښو له فرم سره دي. بیا ځي او دریځ نیسي او وايي ترهګرو له هغو موټرو استفاده کړې چې وکیلان له هغو استفاده کوي.»

د چهار شنبې په ورځ لسو وسله والو پر کورنیو چارو وزارت برید وکړ.

دغه برید شاوخوا دوه ساعته وخت ونیو چې په‎کې یو پولیس سرتېری ووژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ