Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

داوودزی: د ځواکونو وتل په افغانستان او امریکې پورې اړونده چاره ده

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس وايي چې امریکا نه‎شي کولای له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره هوکړه وړي.

ښاغلی داوودزی وايي چې امریکا باید له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي.

محمد عمر داوودزی ټینګار کوي چې د سولې مشورتي جرګې د جوړېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري او د دغې جرګې د ترسراوي ڼېټه به ډېر ژر روښانه شي.

د سولې د اجماع لپاره په سیمه‎يیزو چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه غبرګون ښودلی دی.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزی وايي:«امریکا نه‎شي کولای له طالبانو سره په دې اړه هوکړه وکړي چې ځواکونه یې په افغانستان کې وي او یا هم نه وي، ځکه چې امریکايي ځواکونه د امنیتي معاهدې پر بنسټ افغانستان کې دي چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغان حکومت سره لاسلیک شوه.»

ښاغلی داوودزی د سولې د مشورتي لویې جرګې په اړه چې ټاکل شوې په هغې کې له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان سرې کرښې جوتې شي وايي د دې جرګې په جوړولو کې ځنډ د هراړخیزوالي لپاره دی.

ښاغلي داوودزي زیاته کړه:«لویه جرګه ټول شموله وو او دا وخت ته اړتیا لري او نه کېږي چې په درې اوونیو کې موږ هغه جوړه کړو، زموږ تر څېړنې لاندې ده او ډېر ژره به نوې نېټه اعلان کړو.»

محمدعمر داوودزی وايي د مشورتي لویې جرګې د ګډون کوونکو غړو د غوره کېدو څرنګوالی ټاکنو ته ورته دی چې د هېواد له ولسوالیو څخه به ټاکل کېږي، خو انتخاباتو ته ورته طریقه څه ډول ده؟

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس څرګنده کړه:«ټاکنیز ورته‎والی دا دی چې په یوې ولسوالۍ کې د هغوی نخبه او غوره څېرې انتخابات ترسره کوي او هرڅوک چې ګټونکی شو مرکز ته راځي.»

خو ټاکنو ته ورته د غوره کولو طریقه د هېواد د اساسي قانون پرخلاف بلل کېږي.

د پوهنتون استاد نصرالله استانکزی وايي:«ټاکنو ته ورته اصطلاح، له قانون سره په ټکر کې او ناقانوني اصطلاح ده.»

ټاکل شوې وه د سولې مشورتي لویه جرګه د کب له ۲۶ تر ۲۹مې نېټې جوړه شي، خو اوس د دې جرګې جوړېدل ځنډول شوي دي.

ویل کېږي چې په دغه جرګه کې به څه د پاسه ۲۵۰۰ تنه ګډون وکړي چې لږ ترلږه دېرش سلنه به یې مېرمنې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه