Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دنجونو د زده کړو لپاره دامریکې او بریټانیې ۱۰۵ مېلیون ډالري مرسته

د بریټانیې سفارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې له زړه کړو بې برخو نجونو سره ۱۰۵ مېلیونه ډالره مرسته وکړه.

په کابل کې د بریټاینې د سفیر په وینا، دغه مرستې په افغانستان کې د نجونو د ښوونې په وړاندې له ننګونو سره د مبارزې پروګرام له دویمې برخې سره مرسته شوې دي.

ټاکل شوې په دغو ۱۰۵ مېلیون ډالرو له منځنیو زده کړو اویا زره بې برخې نجونې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

په کابل کې د بریټانیا سفیر نیکولاس کي په دې اړه وویل:« د نجونو د ښوونې او روزنې په وړاندې له ننګونو سره د مبارزې په دوهمه برخه کې کابو اتیا مېلیون ډالر د بریټانیې او ۲۵ مېلیون ډالر د امریکا د پراختیايي ادارې د همکارانو لخوا په پام کې نیول شوي او د امریکا نړیواله پراختیايي اداره او بریټانیه په ګډه د نجونو د زده کړو په وړاندې له ننګونو سره د مبارزې له پروګرامه مالي ملاتړ کوي.»

د دې پروګرام موخه په افغانستان کې باکیفیته زده کړو ته له لیک لوسته د بې برخې نجونو لاسرسی بلل کېږي.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې مرستیال جیفري کوهین په دې اړه وویل:« د امریکا پراختیايي اداره په ویاړ سره په دغه پروګرام کې له بریتانیې سره یو ځاي شوې ترڅو د امریکا له مالي سرچینو په استفادې لازیاتې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي، په تېره بیا له لیک لوسته بې برخې نجونې د دوی د زده کړو په وړاندې له ننګونو سره د مبارزې پروګرام په دوهمه برخه کې شاملېږي.»

د پوهنې وزارت سرپرست په افغانستان کې له زده کړو د بې برخې نجونو لپاره دا مرستې ډېرې ګټورې بولي.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي په دې اړه څرګنده کړه:« موږ د بېلابېلو تګلارو او فرصتونو په لټه کې یو ترڅو له دغه راز بهیرونو په استفادې ډېر ماشومان په تېره بیا نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.»

بریټانیه د دې پروګرام په عملي کولو غواړي له لومړنیو او منځنیو زده کړو بې برخې ۳۰۰ زره نجونې خپلې زده کړې بشپړې کړي. 

په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په وړاندې د ننګونو پرخلاف د مبارزې د پروګرام دوهمه برخه د برتانیې د سفارت او د امریکا د پراختیايي ادارې لخوا پرانیستل شوه.

شریک یي کړئ