Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکابل او اسلام اباد اړیکو کې د ستونزو د حل لپاره د حکومت هیله‎مني

حکومتي مشران هیله لري د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام په عملي کېدو سره د دواړو هېوادونو تاریخي او بنسټیزې ستونزې هوارۍ شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې مهمې او اغېزناکې بولي.

اخوا اجراییه ریاست وايي په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې له دې وروسته د تیرو وختونو ناکام سیاستونه نه تکرارېږي.

د پاکستان تر ټولو لوړپوړو پوځي چارواکو د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

افغان چارواکي هیله‎من دي چې د دغه پروګرام په عملي کېدو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي او اساسي ستونزې هوارې شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:«له پاکستان سره مهمې او جوړونکې خبرې مرسته کوي چې موږ وکړای شو خپلې تاریخي او بنسټيزې ستونزې چې لرو هغوی ته منطقي لاره پیدا کړو.»

له نورو ناستو سره د دغو کتنو یو توپیر دا وه چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې له دې وروسته پخواني له تېروتنو ډک سیاستونه نه تکراروي او پاکستان به د افغانستان د وضعیت په تړاو د واقعیتونو پر بنسټ سیاست غوره کړي.

د اجرايي ریاست مرستیال ویاند امید میثم وویل:«ښاغلی باجوه په څرګنده اعلان وکړ چې له تېروتنې سره مل پخوانی سیاست نه د افغانستان په ګټه وه او نه هم د پاکستان او د پېښو په وړاندې باید سیاستونه بدلون وکړي.»

کابل هیله‎من دی چې د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام په اجرا کېدو د کابل او اسلام اباد ترمنځ اساسي او تاریخي ستونزې باید هوارې شي.

د کورنیو چار وزرات پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګنده وي:«کله چې پاکستان وغواړي چې له موږ سره د سولې او امنیت په راوستو کې مرسته وکړي، باید لومړیتوبونه تعریف شي دا چې پاکستان څه غواړي او افغانستان له پاکستان څخه څه غواړي.»

خو یوه نیوکه دا ده چې د افغانستان او پاکستان د عمل په پروګرام کې د پاکستان دیني مدرسو او همداراز افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې.

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وویل:«له پاکستان سره هېڅ یوې غونډې له موږ سره مرسته نه ده کړې چې لږ تر لږه ۱۰ ورځې دې په افغانستان کې امنیت ښه شوی وي.»

د افغانستان د سولې له بهیره د پاکستان ملاتړ، د دواړو هېوادونو د امنیت ضد کسانو په وړاندې ګډه مبارزه، د دواړو هېوادونو لخوا د هوايي چاپېریال خوندیتوب او د دغو هوکړو د عملي کېدو د څرنګوالي په هکله د ګډو کاري ډلو جوړول د افغانستان او پاکستان د عمل پروګرام مهمې برخې دي.

شریک یي کړئ