د آلمان پولیسو نن(چهارشنبې د غبرګولي۳مه) ویلي دي چې په دې هېواد کې یې د طالبانو پخوانی غړی نیولی دی.
دا چارواکي زیاتوي، نیول شوي کس په افغانستان کې د یوه پولیس په وژلو کې ونډه درلوده.
د آلمان فډرال څارنوالانو هم ویلي دي چې د طالبانو دا پخوانی غړی امید نومیږي او ۲۰ کلن دی.
پر امید تور دی چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې یا مخکې له هغې د طالبانو له ډلې سره یوځای شوی او دې ډلې ته یې د جلب او جذب دنده ترسره کوله.
آلماني څارنوالانو زیاته کړې ده چې نوموړي په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د پولیسو یو مامور په ونه تړلی او وروسته له زورونې یې په ډزو وژلی دی.
آلماني چارواکي وايي چې امید ته د بمونو اېښودنې دنده ورکړل شوې وه، خو دا چې نوموړی دې کار ته نه وه چمتو شوی، ایران ته ولاړ دی او وروسته له هغې د ترکیې له لارې یې ځان اروپا ته رسوَلی دی او د ۲۰۱۳ زیږدیز کال په نومبر کې آلمان ته رسېدلی دی.