د امریکا متحده ایالاتونو د ګډو ځواکونو لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ تېره ورځ ناوخته(دوشنبې د کب۲۸مه)د افغانستان حالت څېړلو په موخه کابل ته راغلی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وه، د سویلي اسیا لپاره د اګست په میاشت کې د واشنګټن اعلان کړې تګلارې په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی راکم کړی، نو اوس جنرال ډانفورډ غواړي له نېږدې څخه د ترهګرۍ ضد هڅې وڅېړي.
ډانفورډ هم ویلي، غواړي چې د ناټو له هغو روزونکو سره له نېږدې خبرې وکړي چې د جګړې په ډګر کې دي.
نوموړي هغو خبریالانو ته چې ورسره په سفر کې یوځای وو ویلي دي:«زه غواړم له ریښتیني سلاکارانو سره چې له افغانانو سره له نېږدې کار کوي، خبرې وکړم او دې پایلې ته ورسیږو چې موږ چېرته یوو.»
ډانفورډ سره د امریکايي ځواکونو لوړ پوړي استخباراتي مامورینو یو پلاوی چې پلان جوړولو او لوژستیک برخه کې یې روزنه لیدلې، هم راغلی دی.
ټاکل شوې دغه پلاوی د هوا له ګرمېدو سره سم د افغانستان د تودې جګړې ګڼې سیمې له نېږدې وګوري.