ځینو کورنیو او بهرنیو بنسټونو په کابل کې د یوه دوه ورځني ورکشاپ په لړ کې په افغانستان کې د انسان تښتونې او انساني قاچاق د مخنیوي په لارو چارو بحث وکړ.
هغوی له حکومته غواړي چې په دې برخه کې په جدي توګه کار وکړي او همدارنګه نور دولتي او نادولتي بنسټونه په دې لړ کې همکارۍ ته راوبلل شي.
دغه روزنیز ورکشاپ چې د «وارچایلډ» یا د جګړې ماشوم کاناډايي بنسټ په مرسته پيل شوی وه، د ۶۰ بېلابېلو کورنیو او بهرنیو بنسټونو استازو د انسان تښتونو او د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه بحث وکړ.
د وار چایلډ کاناډايي بنسټ مسلکي سلاکار فرید رایید په دې اړه وویل:«باید اجازه ورنه کړو چې افغانستان، (د انسان تښتونې او انساني قاچاق له اړخه) ټیټې کچې ته سقوط وکړي؛ ځکه چې موږ اوس هم د انسان تښتونې له ستونزو سره مخامخ یوو.»
د بشري حقونو کمېسیون د ماشومانو د حقونو همغږۍ کوونکی نجیب الله ځدران ببرک زی وايي:«د بشري حقونو کمېسیون هم د انسان له قاچاقه، د تنکیو ځوانانو په ځانګړې توګه د کم عمره ماشومانو تګ، په هر مورد کې چې وي، اندېښمن دی.»
د دغه روزنیز ورکشاپ ګډون وال په یوولس مادهيي پرېکړهلیک کې له حکومت او دولتي او نادولتي ادارو غواړي چې د انسان تښتونو او د انساني قاچاق په شان ننګونو د لهمنځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي.
د وارچایلډ کاناډايي بنسټ د پروګرامونو تطبیق کوونکی وسیع الله مجددي په دې اړه څرګنده کړه:« ټولې اړوندې ادارې د قاچاق، انستان تښتونې، او د ماشومانو له حقونو سرغړونه په ځانګړې توګه بچه بازي، باید دا رپوټونه وڅېړلي.»
افغانستان په تېرو څو کلونو کې د انسان د قاچاق له پلوه ډېر زیانمن شوی دی.
په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې کابو ۴۶ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه، دا کسان تر ډېره له ناقانونه لارو او د انسانانو د قاچاق کوونکو په مرسته دغو هېوادونو ته ځي او پر لارو په نورو هېوادونو کې ډېر وخت تېروي.