Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنايي پېژندپاڼو نه وېش به ټاکنې له کړکېچ سره مخامخ کړي

د ټاکنو څار بنسټونه وایي که بریښنایي پیژند پاڼې و نه ویشل شي د افغانستان راتلونکي ټاکنې به بیا هم د مشروعیت له  کړکېچ سره مخامخ شي.

دغه بنسټونه د افغان حکومت له مشرانو غواړي چې خپل منځې اختلاف پریږدې او د بریښنایې پیژندټانو د ویش لړۍ ژر پیل کړي.

د اکسین شبکې رئیس، جانداد سپین غر څرګندوي:«د برېښنايي پيژندپاڼو سره موږ کولی شو چې ډېر ښه او شفاف د رایو ورکوونکو نوملړ ولرو، که د درغلیو موضوع هم رامنځه شي نو موږ یې په آسانۍ سره هوارولی شو.»     

له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د بریښنايي پېژندپاڼو د ځنډیدو په اړه انديښنه څرګندوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي، عبدالبدیع صیاد وايي:«د برېښنايي پېژندپاڼو ویش د رڼو ټاکنو ترڅنګ پر امنیت هم ښه اغیزه کوي.»

د بریښنايي پېژندپاڼو د ویشلو لپاره د میلیونونو ډالرو لګول او ددغه بهیر نه څرګند برخلیک یو جدي انديښنه ده.

سیاسي فعال، حامد صبوري څرګندوي:«حکومت باید د رڼښت او عدالت په موخه ژر پېژندپاڼې ووشي.»

ټاکل شوې وه د بريښنايي پېژندپاڼو د آزمایښتي ویش بهیر د تېر کال د زمري په ۲۸ نیټه پيل شي، خو دا بهیر وځنډول شو او اوس دا بهیر په یوه هیره شوې موضوع بدل شوی دی.

بریښنايي تذکرې په ټاکنو کې د روڼتیا، د وګړو د شمېر او همداراز د هېواد د اعتبار لپاره له اهمیته ډک بلل کیږي.  

د بریښنايي تذکرو ویش د ملي یووالي حکومت لومړیتوب و او باید د لوړې له مراسمو وروسته دا کار عملي شوی واي، خو ظاهرا سیاسي اختلافات د دې بهیر د نه پيلیدو اصلي لامل دی.

د بریښنايي تذکرو ویش د ملي یووالي حکومت لومړیتوب چې باید د لوړې له مراسمو وروسته دا کار عملي شوی واي، خو ظاهرا سیاسي اختلافات د دې بهیر د نه پيلیدو اصلي لامل دی.

Thumbnail

د ټاکنو څار بنسټونه وایي که بریښنایي پیژند پاڼې و نه ویشل شي د افغانستان راتلونکي ټاکنې به بیا هم د مشروعیت له  کړکېچ سره مخامخ شي.

دغه بنسټونه د افغان حکومت له مشرانو غواړي چې خپل منځې اختلاف پریږدې او د بریښنایې پیژندټانو د ویش لړۍ ژر پیل کړي.

د اکسین شبکې رئیس، جانداد سپین غر څرګندوي:«د برېښنايي پيژندپاڼو سره موږ کولی شو چې ډېر ښه او شفاف د رایو ورکوونکو نوملړ ولرو، که د درغلیو موضوع هم رامنځه شي نو موږ یې په آسانۍ سره هوارولی شو.»     

له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د بریښنايي پېژندپاڼو د ځنډیدو په اړه انديښنه څرګندوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي، عبدالبدیع صیاد وايي:«د برېښنايي پېژندپاڼو ویش د رڼو ټاکنو ترڅنګ پر امنیت هم ښه اغیزه کوي.»

د بریښنايي پېژندپاڼو د ویشلو لپاره د میلیونونو ډالرو لګول او ددغه بهیر نه څرګند برخلیک یو جدي انديښنه ده.

سیاسي فعال، حامد صبوري څرګندوي:«حکومت باید د رڼښت او عدالت په موخه ژر پېژندپاڼې ووشي.»

ټاکل شوې وه د بريښنايي پېژندپاڼو د آزمایښتي ویش بهیر د تېر کال د زمري په ۲۸ نیټه پيل شي، خو دا بهیر وځنډول شو او اوس دا بهیر په یوه هیره شوې موضوع بدل شوی دی.

بریښنايي تذکرې په ټاکنو کې د روڼتیا، د وګړو د شمېر او همداراز د هېواد د اعتبار لپاره له اهمیته ډک بلل کیږي.  

د بریښنايي تذکرو ویش د ملي یووالي حکومت لومړیتوب و او باید د لوړې له مراسمو وروسته دا کار عملي شوی واي، خو ظاهرا سیاسي اختلافات د دې بهیر د نه پيلیدو اصلي لامل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه