ولسمشر غني، د جمعې پر ماښام (د غبرګولي په ۲۵ مه) د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له بېځایه شویو کسانو سره ولیدل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې ولسمشر غني هغوی ته وویل:«ستاسو هر یوه قدر او درناوی پر ما فرض دی او تاسې هېڅکله هېر شوي نه یاست.»
په دغې لیدنه کې غني وویل چې د بېځایه شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره جدي اراده لري او په شپږو راتلونکو میاشتو کې، په دې اړه عمده مسایل زموږ په کاري لومړیتوب کې دي او د بېځایه شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره عملي کارونه به ترسره کړو.
هغه زیاته کړه:«دا چې د تېرو درې کلونو په لړ کې کورنیو بېځایه شویو ته رسېدنه نه ده شوې، د افغانستان پایښت او امنیت ته تمرکز ډېر وه چې او د هېواد پایښت تامین شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره اوربند د سولې ټینګښت لپاره یو مناسب فرصت رامنځته کړی او د سولې په شتون کې موږ کولای شو د خلکو اصلي ستونزو ته رسېدنه وکړو.
د دغې لیدنې په پای کې ښاغلي غني اړوندو ادارو ته لارښونه وکړه چې د ګډوالو او راستنېدونکو د اړتیاو په اړه کار وکړي او له څېړنې او تشخیص څخه وروسته، خپل وړاندیزونه ولسمشرۍ ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې بشرپاله چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې د کال له پیله د جګړو او د طبیعي پېښو له امله څه باندې ۱۰۸ زره تنه په افغانستان کې بېځایه شوي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، عزني د کابو ۱۰ زره تنو او بغلان څه باندې ۴ زره بېځایه شویو کسانو له لرو سره لومړی او دویم ځای لري.