د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړې ادعا لري چې داعش ډلې، د دغه ولایت د درزاب تاریخي ابدې او کانونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
حلیمه صدف وايي چې د درزاب په ولسوالۍ کې د الماسو، زمرودو، یورانیمو او نفتو کانونه شته، چې د داعش ډلې له خوا په ناقانونه توګه ایستل او قاچاق کېږي.
هغې زیاته کړه:«موږ په درزاب ولسوالۍ کې ۱۸ قلمه کانونه لرو له هغې ډلې زمرود، یاقوت، سره زر، الماس، یورانیم او نفت دي همدارنګه موږ د نړۍ په کچه غوره کاشیان لرو چې د داعش په ولکه کې دي.»
د جوزجان د دغې ولایتي شورا د غړې په وینا، د داعش ډلې اورپکي د هغوی له ایستلو او قاچاق سره کولای شي له هر وخت څخه ډېر ځان تمویل او سمبال کړي.
له دې ټولو سره، د جوزجان سیمهییز چارواکي کهڅه هم په دغې ولسوالۍ کې د داعش ډلې پراخ حضور مني، خو وايي چې دغه ډله د کانونو او ګران بیه ډبرو د راایستو توان نهلري.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي په دې اړه څرګنده کړه:«هغوی (داعش) به په فني او یا هم غیر فني توګه څومره هغه استخراج کړي. داسې رپوټونه شته، خو مستند نه دي، په درزاب کې موږ کانونه لرو، د هغه راایستل هغوی ته زمینه برابره نه دي؛ ځکه سیمه ورته پراخه نه ده یعنې ارامه نه دي چې هغوی کانونه راوباسي.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال کې د داعش ډلې له پراخ حضوره اندېښنې له هر بل وخت څخه ډېرې شوي دي. د هېواد د دغې برخې اوسېدونکي ګواښ کوي کهچېرې د دغې ډلې د فعالیت مخه ونه نیول شي، په دغو برخو کې به امنیتي وضعیت په کلکه ماتېدونکی شي.