د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، کهچېرې په برېښنایي توګه د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې شته ستونزې حل نه شي، نو بیا به اړ وي چې په راتلونکې ټاکنې د پاڼو په وسیله ترسره کړي.
د دغه کمېسیون یو غړی وایي، له همدې کبله یې یوه تخنیکي ډله جوړه کړې، چې د پاڼو په وسیله د رایې کارونه وارزوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تر دې دمه د ولسوالیو او ولسي جرګې ټاکنو ترسراوي له پاره هېڅ شرکت نه دی حاضر شوی چې ټکنالوژيکي او برېښنايي وسایل واخلي.
د دغه کمېسیون مسوولین وايي، د بودیجې کموالي له امله ښايي شرکتونه حاضر نه شي دغه کمېسیون ته وسایل برابر کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد په دې اړه وویل:«هغه لګښتونه چې موږ هغه ته اړتیا لرو لوړ دي او د تدارکاتو ملي اداره هغه په مخ بیايي. موږ ارزونه کوو چې د ماشینونو په ځانګړنو کې بدلون راشي. ځکه چې یوې کمپنۍ ګډون کړی او نورې کمپنۍ نه دي راغلي او تړون یې وا نه خیست.»
په داسې حال کې چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې خلکو په پاڼو کې رایې ورکړې له ګڼو درغلیوسره مخ وې.
د ټاکنوخپلواک کمېسیون مسوولین وايي، اوس مهال د راتلونکي کال ټاکنو د ترسراوي لپاره چمتووالی نیول کېږي چې له پاڼو کارواخیستل شي.
ښاغلي صیاد زیاته کړه:«زموږ دویم پروګرام دا دی چې په بایومټریک توګه ستونزې دي او کمپنۍ نه حاضرېږي او ډېرېو پیسو ته اړتیا ده، یا بهرني مرسته کوونکي په صادقانه توګه له موږ سره کار نه کوي موږ په پاڼهییزه توګه ټاکنې ترسره کوو.»
په همدې حال کې ملګري ملتونه د رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي او زیاتوي چې د افغانستان له ټاکنو ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل:« دا یوضروري کار دی چې هیواد وال په ټکنیز بهیر باور وکړي ستاسو رایې باید په پام کې ونیول شي اجازه راکړی چې تاسو ته ډاډ درکړم چې ملګري ملتونه د خپل وس مطابق ملاتړ کوي.»
د اکسین شبکې غړی جانان عبدالرحیم زي:«له دې وضعیت سره چې په کمېسیونونو کې شتون لري، هغه ټاګنې چې رڼې وي او د خلکو لپاره د منلو وړ وي، ترسره به نهشي.»
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو ته شاوخوا ۸ میاشتې پاتې دي.
له دوه میاشتې راهیسې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایي ورکوونکو په نوملړ او د دغه بهیر پلي کولو ته د یو شرکت په ګمارنه کار کوي خو تر اوسه هم نه دی توانېدلي چې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د پام وړ چمتووالی ولري.