د زابل ولایت سیمهييز چارواکو نن( چهارشنبه د وري۳۰مه) ویلي دي چې د دې ولایت شینکۍ ولسوالۍ د پولیسو قومندان، سیفالله هوتکي د طالبانو په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا چارواکي وايي چې نوموړی له پنځو نورو پولیسو سره شپې مهال کابو ۱۱:۳۰ د طالبانو تر برید لاندې راغلي دي.
په دې پېښه کې درې نور پولیس ټپیان شوي دي.
طالبانو د افغان ځواکونو یوه پوسته د "سیوري" په نامه سیمه کې تر برید لاندې راوسته او کله چې ښاغلی هوتکي سیمې ته ورسید د طالبانو لخوا په نښه شو.