Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوله غوښتونکی کاروان سبا ته د سفارتونو په وړاندې اعتراض پیل وي

د هلمند د سولې غوښتونکی کاروان غړي، وايي چې سر له سبا (یکشنبې د چنګاښ په ۳ مه) خپل اعتراضونه په کابل کې د ځينو بهرنیو بنسټونو د نماینده ګیوپه وړاندې به پیل کړي ترڅو د سول غوښتنې  غږ یې نړیوالو ته ورسېږي.

د دغه کاروان غړي، د شنبې په ورځ، د خپلو راتلونکو پروګرامونو د اعلان په اړه په کابل کې خبري ناسته جوړه کړه.

دغه کاروان کابل ته تر رسېدو وروسته، درې ورځې یې طالبانو ته وخت ورکړ ترڅو د هغوی د غوښتنو په اړه پرېکړه وکړي، خو اوس د دغه کاروان غړي ادعا کوي چې طالبان یوازې پرېکړه نه شي کولای.

د هلمند د سوله غوښتونکي کاروان ویاند بسم‎الله وطن دوست په دغې خبري ناسته کې وویل:«لکه‎ څرنګه چې خلک پر افغان دولت تور پورې کوي چې په وزارتونو کې یې پردي جاسوسان او داسې پردي کسان دي چې د وزارتونو په چارو کې لاسوهنه کوي، په پارلمان کې پردي کسان دي، په مشرانو جرګه کې پردي خلک دي او همدارنګه په نورو ادارو کې؛ په همدې ترتیب د خلکو ارزونه همدا ده چې د طالبانو په ډله کې هم او حتا د دغې ډلې په چورلیز کې، ځينې کسانو ځانونه رسولي دي چې پردي دي او د طالبانو د بدنامۍ لپاره کار کوي.»

د هلمند سوله غوښتونکی کاروان غړي، د دوشنبې په ورځ، له ۳۸ ورځو پلي تګ څخه وروسته کابل ته راورسېدل او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې اوربند وغځوي او له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي او درې ورځو په لړ کې دغو سوله غوښتونکو ته ځواب ورکړي.

موسي خپل زېږن‎ځای کې جګړې دې ته هڅولی ترڅو د هغه کاروان له غړو سره یوځای شي چې شاوخوا ۷۰۰ کیلومټره لارې یې پلی مزل کړی او د سولې غوښتنې لپاره کابل ته راغلی دی.

هغه مسکا کوي او کرا کرا راتلونکې ته هیله من کېږي.

 دی د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ  نهه ویشت کلن کروندګر دی چې په دې ولسوالۍ کې یې خپل څلور خپلوان له لاسه ورکړی دي.

دی زیاتوي چې درې خپلوان یې د طالبانو د ډلې غړي وو او یو بل یې ملي پولیسو کې وه.

موسي څرګنده کړه:«نور دا جګړه او وینه تویول بس دي! اوس د هر چاه غوښتنه همدا ده چې له دغې جګړې لاس واخلي.»

شریک یي کړئ