Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سپټمبر۱۱ وروسته هېواد وايي ستونزې یې زیاتې شوې دي

سره له دې چې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر پر۱۱ په امریکا متحده ایالاتونو کې په نیویار او واشنګټن کې د القاعدې د بریدونو او له ترهګرۍ سره په افغانستان کې د امریکا له مبارزې ۱۶ کاله تېريږي، یوشمېر هېوادوال وایي چې په افغانستان کې د امریکا د شپاړس کلن شتون څخه دا چې د دوي ژوند ښه کړي بلکي د جګړو په پیله کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

په دغو شپاړسو کلونو کې افغانستان ډژرې مالي مرستې ترلاسه کړې، خو یو شمژر کسان تراوسه هم په بې وزلۍ کې ژوند کوي او په ژوندانه کې یې بدلون نه دی راغلی.

ګل اغا له خپلې اتلس کسیزې کورنۍ سره له درېیو کلونو راهیسې د لغمان په اعلیشنګ ولسوالۍ کې د جګړې له امله کډه شوی او اوس په کابل کې په خیمه کې ژوند کوي.

ماشومان یې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي او په راتلونکي کې د ارام ژوند په هیله دي.

ګل آغا وايي: «زموږ ژوند هره ورځ خرابه کيږي او په بد حالت کې ژوند کوو. پيسې قومندانان او وکیلان خوري.»

خو د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله(نن دوشنبې د وږي۲۰مه) دوزیرانو شورا په ناسته کې د سپټمبر ۱۱ نېټه د نړۍ په تاریخ کې مهم پړاو بولي او وایي چې افغانستان د ترهګرۍ لومړنې قرباني هېواد دی.

ده زیاته کړه: «د سپتمبر نهمه او ۱۱ په اوسني تاریخ کې مهم ټکی وه چې نړۍ یې تر ډېره د ترهګرۍ ګواښ ته متوجه کړه او افغانستان د دې ښکارندې اصلي قرباني هېواد دی.»

اوس چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پيلیدو شپاړس کاله تیریږي نه یوازې القاعده او طالبان له منځه نه دي تللي، بلکې په اوسني وخت کې د داعشیانو په ګډون شل ترهګرې ډلې د هیواد په بیلابیلو برخو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي او په دغو سیمو کې ناامنۍ پراخې شوې دي.

د نړیوالو اړریکو کارپوه، فرامرز تمنا ‎وايي:«په امنیتي برخه کې امریکا متحده ایالاتونه ډېره بریالۍ نه وه چې تمه یې کېده ځکه چې د القاعدې پرته نورې ترهګرې ډلې لکه داعش د ودې په حال کې دي.»

د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست زیاتوي:«له بده مرغه چې امنیت خراب شوی دی، اقتصاد هره ورځ د خرابېدو په حال کې دی، بیکاري زیاته شوې ده او هره ورځ د افغانانو وینې تویږي.»

له ۲۰۰۱ کال راهیسې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره څه د پاسه سل میلیارد ډالره مرسته کړې، خو په اوسني وخت کې ۳۶ سلنه افغانان د بې وزلۍ په ټیټه کچه کې ژوند کوي.

له بلې خوا د پانګونې نامنظم بهیر، د امنیت نشتوالی، بې ثباتي، پراخ فساد او ټولنیزو او روزنیزو خدمتونو ته نه لاسرسی په هیواد کې د بې وزلۍ اصلي لاملونه بلل کیږي.
 
تېرو شپاړسو کلنو کې افغانستان له نړیوالې ټولنې ډېرې مرستې ترلاسه کړې، خو لا هم ډېر شمېر افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي

شریک یي کړئ